Asset 1SWN

د کانونو وزارت د ۶۰ زره ټنه تېلو د پلورلو قرارداد یوه افغاني شرکت ته ورکړ

Qashqari-Gaz-kani2-qj2jzn777ik6fgdem1dpvu4dif1h8v6tduaxx7qao8

د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولانو نن په یوه ناسته کې د امو سیند د تېلو حوزې څخه د ۶۰ زره ټنه را اېستل شویو تېلو د پلور قرارداد یوه افغاني شرکت ته ورکړ.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغه وزارت مسوولان وايي، دغه قرارداد د ۲۵،۵ میلیونه ډالرو دی او پر بنسټ یې ۶۰ زره ټنه تېل د پراسېس لپاره پلورلي دي. دوی خلکو ته ډاډ ورکوي چې د دغه قرارداد د ورکړې پروسه یې رڼه پر مخ بیولې ده.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور وايي، د هېواد په بېلابېلو برخو کې د تېلو پر را اېستلو کار روان دی.

نوموړی زیاتوي: «۲۳ زره کیلومټره مربع سیمه مو چې د تېلو او ګازو یوولس بلاکونه په‌کې دي، اعلان کړي دي. ډېرو ملي او نړیوالو شرکتونو ورته زړه ښه کړی دی. په نږدې ورځو کې یې کارونه پیلېږي او په قرارداد به ورکړل شي. انشاالله ډېر ژر به په هرات کې د تېلو او ګازو اېستل پیل شي. موږ به په دې سره پر ځان بسیا شوو.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادونې ده چې امو سیند د تېلو حوزه هېواد کې د تېلو لویه حوزه ده. اوس د یوه چینايي سرکت له لوري په سرپل کې له لږترلږه لسو څاه‌ګانو څخه تېل را اېستل کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام