Asset 1SWN

د هرات د سمنټو قرارداد د «ګلبهار» په نوم یوه کورني شرکت ته ورکړل شو

شهاب-qdwc2f395om811ytuyrw7gcpxf7ywv95dolvbmrr0o

د کانونو او پټرولیم وزارت نن (د تلې درویشتمه، د یکشنبې ورځ) په یوه غونډه کې د هرات د زنده‌جان ولسوالي د سمنټو قرارداد د ۳۰ کلونو لپاره د ۱۴۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د «ګلبهار» په نوم یوه کورني شرکت ته ورکړ.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور په دې غونډه کې وویل چې د دې کارخونې د فعالیت له پیل سره به ۵۰۰۰ زره کسانو ته د کار اسانتیاوې برابرې شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي زیاته کړه: «نن موږ د خپلو خلکو او هېواد د پر ځان بسیاینې په لور اغېزناک ګامونه اوچتوو. دا د سمنټو د تولید درېیمه پروژه او کارخونه ده. د دغه قرارداد په لاسلیک سره به د افغانستان د اړتیا وړ سمنټ پوره شي او له دغو درېوو کارخونو به د ورځې زموږ له اړتیا ۱۰۰۰ ټنه زیات سمنټ تولید شي چې نورو هېوادونو ته به یې ولېږو. په داسې حال کې چې په افغانستان کې ټول معدني توکي لرو، خو سلګونه میلیونه ډالره د سمنټو راوړلو لپاره بهر ته لېږو.»

په همدې حال کې د ګلبهار شرکت اجرایوي مرستیال غلام‌رباني وايي، د دغه قرارداد موخه یې د هېواد اقتصادي پیاوړتیا او خلکو ته د کاري اسانتیاوو برابرول دي. هغه زیاتوي: «هڅه کوو چې له نړیوالو معیارونو سره سم سمنټ تولید کړو. دا د افغانستان د اقتصادي پیاوړتیا لپاره ګټور دي او کولای شي خلکو ته کاري اسانتیاوې برابرې کړي. دا کارخونه په هر کال کې یو میلیونه ټنه سمنټ تولیدولی شي او د وخت په تېرېدو سره به یې د تولید کچه لوړه کړو.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د کانونو وزارت د مسوولانو په وینا، قراردادي شرکت به د هرات سمنټو د قرارداد له مخې، د هر ټن سمنټو د تولید په بدل کې ۳۵ افغانۍ حکومت ته ورکوي. د دغه وزارت ویاند همایون افغان وايي: «په هر ټن ۳۵ افغانۍ ریالټي اخلو. اومه توکي، چونه او نور یې پلورو. له بده مرغه تراوسه د سمنټو هېڅ ډول صادرات نه لرو، بلکې د اړتیا وړ ۹۰ سلنه سمنټ را واردوو.»

د یادونې ده چې د کانونو او پټرولیم وزارت درې ورځې وړاندې د جبل‌السراج د سمنټو پروژې قرارداد هم د ۲۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت له یوه قطري شرکت سره لاسلیک کړ.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام