Asset 1SWN

د کانونو وزارت په ۲۲۰ میلیونه ډالرو د جبل‌السراج د سمنټو پروژې تړون لاسلیک کړ

F8LO8BZbUAAdQYZ

د کانونو او پټرولیم وزارت نن د جبل‌السراج د سمنټو د استخراج او پروسس پروژې تړونونه له یوه قطري او دوو کورنیو شرکتونه سره لاسلیک کړل.

یاد وزارت نن پنج‌شنبه د تلې ۲۰مه کابل کې د یوې غونډې پر مهال د یاد پروژې تړونونه د «مهان الدوي» په نوم قطري شرکت او «اوفي بهرام» او «الفلاح عالمین» کورنیو شرکتونو ته ورکړل.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د کانونو او پټرولیم وزار سرپرست شهاب‌الدین دلاور په دې اړه جوړ شوې غونډې ته وویل چې دغه کان د ۳۰ کلونو لپاره یادو شرکتونو ته ورکړل شوی دی.

نوموړي وویل: «نن د جبل‌السراج د سمنټو فابریکې تړون لاسلیک کېږي چې ارزښت یې څه باندې دوه سوه میلیونه ډالر ده او څه باندې ۵۰۰۰ کسانو ته به په‌کې د کار کولو زمینه برابره شي. کله چې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي، معیاري او په نړیواله کچه به سمنټ تولید او هر کال به یونیم میلیون ټُن سمنټ تولید شي.»

د یاد وزارت سرپرست همداراز وویل چې له دې وړاندې د کندهار د سمنټو کان یوه کورني شرکت سره لاسلیک شوی او راتلونکې اوونۍ به د هرات د سمنټو کان هم له یوه کورني شرکت سره لاسلیک شي.

د نوموړي په وینا، د دې درېوو کانونو د استخراج او پروسس چارو پیلیېدو سره به کال کې درې نیم میلیونه ټُنه سمنټ تولید کړي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور همداراز ټينګار وکړ چې د سمنټونو یادو پروژو په بشپړېدو سره به افغانستان د سمنټو د تولید له اړخه پر ځان‌بسیا شي.

بل‌خوا د قطري شرکت رییس یاسر المناهي دې غونډه کې ژمنه وکړه چې ډېر ژر به پر یادې پروژې کار پیل کړي.

نوموړي وویل: «زموږ شرکت لس میاشتې د کانونو او پټرولیم وزارت سره خبرو کې وو او دې پایلې ته ورسېدو چې دا لاسلیک شي، موږ به خپل کار پیل کړو، کله چې پروژه پیل شوه، زرګونه کسانو ته به د کار زمینه برابره کړي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یاد وزارت د مسوولانو په وینا، د جبل‌السراج د سمنټو پروژو تړون کوونکي شرکتونه به د پروژې د اکتشاف بهیر کې یوولس میلیونه او د ګټې‌اخیستنې پړاو کې به ۲۰۹ میلیونه ډالر پانګونه وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام