Asset 1SWN

د  کانونو او پټرولیم وزارت: سرپل کې له نهو څاګانو د نفتو استخراج روان دی

05_Afghan

د  کانونو او پټرولیم وزارت مسوولان وايي چې د سرپل ولایت په قشقري او انګوت نفتي څاګانو څخه یې د تېلو د استخراج چارې پیل کړي دي.

د دغه وزارت ویاند  همایون افغان سلام‌وطندار ته ویلي، ټاکل شوې چې له دې وروسته د چینايي شرکت له لوري د قشقري له شپږو او انګوت له درېوو څاګانو څخه د نفتو د استخراج بهیر پیل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، له دې نهو څاګانو څخه به د ورځې په منځنۍ کچه ۳۵۰ ټُنه نفت استخراج شي.

هغه وویل: «قشقري کې شپږ څاګانې او انګوت کې درې څاګانې اوس فعالې دي چې ټولې نهه څاګانې کېږي او  د استخراج کچه یې د ورځې ۳۵۰ ټُنو ته رسېږي.»

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همداراز زیاته کړه، ټاکل شوې چې روان کال کې د امو نفتي حوزه چې «څلور زره متر مربع مساحت» لري، د نفتو  ۱۵ حلقې څاګانې فعالې شي.

د سرپل اوسېدونکي تمه لري چې دغه ولایت کې د نفتو استخراج چارو په پیلېدو سره به خلکو ته کاري زمینه برابره او د پراختیايي پروژو پلي‌کېدو ته دې پاملرنه ډېره شي.

د سرپل اوسېدونکې مقدس وویل: «زه غواړم چې زمو ځوانانو ته په خپل ولایت کې د کار زمینه برابره شي، ځکه ډېر کانونه لرو او ځوانانو ته د کار پیدا کولو لپاره باید ترې کار واخلو.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

له دې سره هم‌مهاله د کانونو او پټرولیم وزارت د شبرغان-مزارشریف د  ۹۴.۵ کیلومټره د ګاز نل‌لیکې د ترمیم کار هم پیل کړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام