Asset 1SWN

ا.ا له یوه چینايي شرکت سره د امو سیند د نفتو د استخراج تړون لاسلیک کړ

FlslGwWXgAAANq3

امو سیند څخه د نفتي ذخایرو د استخراج تړون نن کابل کې د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت او د «سي‌فیک» په نوم د یوه چینايي شرکت ترمنځ لاسلیک شو.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور د دغه قرارداد د لاسلیک په اړه جوړې شوې غونډې ته وویل، د دغه تړون ارزښت د دېوو کلونو لپاره ۴۴۵ میلیونه امریکايي ډالره دي او چینايي شرکت هم کولای شي، له یادې حوزې څخه تر ۲۵ کلونو نفت استخراج کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي وویل: «موږ نن له یوې چینايي شرکت سره د امو سیند د نفتو د استخراج پنځه بلاکونه لاسلیک کړل چې دا تړون د یوه کال لپاره په ازمایښتي ډول دی، که یاد تړون په سمه توګه اجرا نه‌شي، تړون به لغوه شي.»

په ورته مهال د اسلامي امارت یوشمېر مسوولان له یاد چینايي شرکت څخه غواړي چې د نفتي توکو د استخراج لپاره نړیوال معیارونه په پام کې ونیسي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر هم وايي، د دغې پروژې په پلي‌ کولو سره به د ۳۰۰۰ کسانو لپاره د کار زمینه برابره شي.

د دغه تړون پر بنسټ، تمه کېږي چې سي‌فیک چینايي شرکت به د روان کال له جدي میاشتې څخه د امو سیند حوزې څخه د نفتو د استخراج عملي کار پیل کړي.

افغانستان کې د چین سفیر وانګ‌ یو د دغه تړون له لاسلیک څخه د هرکلي ترڅنګ وویل: «د یاد تړون لاسلیک د افغانستان او چین د ملګرتیا نښه ده او موږ د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره بېلابېل پروګرامونه لرو.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولان زیاتوي چې د امو سیند د نفتو کچه ۸۷ میلیونه ټن ته رسېږي او اسلامي امارت هم د دغې حوزې د نفتو استخراج کې ۳۵ سلنه ونډه لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام