د هرات د سمنټو قرارداد د «ګلبهار» په نوم یوه کورني شرکت ته ورکړل شو

د کانونو او پټرولیم وزارت د هرات د زنده‌جان ولسوالي د سمنټو قرارداد د ۳۰ کلونو لپاره د ۱۴۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د «ګلبهار» په نوم یوه کورني شرکت ته ورکړ. د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور په دې غونډه کې وویل چې د دې کارخونې د فعالیت له پیل سره به ۵۰۰۰ زره کسانو ته د کار اسانتیاوې برابرې شي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت: افغانستان د ۵۰ صنعتي توکو په تولید کې پر ځان بسیا شوی

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مسوولانو نن (د وري اتمه، سه‌شنبه) د حکومت د رسنیو مرکز کې د یوې خبري غونډې پر مهال د ۱۴۰۱ کال کاري راپور له رسنیو سره شریک کړ. د دغه وزارت د معلوماتو پر بنسټ، افغانستان اوس لږترلږه د ۵۰ صنعتي توکو په تولید کې پر ځان بسیا شوی دی.