د هرات د سمنټو قرارداد د «ګلبهار» په نوم یوه کورني شرکت ته ورکړل شو

د کانونو او پټرولیم وزارت د هرات د زنده‌جان ولسوالي د سمنټو قرارداد د ۳۰ کلونو لپاره د ۱۴۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د «ګلبهار» په نوم یوه کورني شرکت ته ورکړ. د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور په دې غونډه کې وویل چې د دې کارخونې د فعالیت له پیل سره به ۵۰۰۰ زره کسانو ته د کار اسانتیاوې برابرې شي.

د جبل‌السراج د سمنټو کارخونې تولیدات له دوه برابره هم زیات شوي

د جبل‌السراج د سمنټو کارخونې رییس محمدصابر حمزه سلام‌وطندار ته ویلي چې د دې کارخونې د تولید ظرفیت په یوه ورځ کې له ۲۰ ټنو څخه ۷۰ ټنو ته لوړ شوی دی.
د هغه په وينا، په دې کارخونه کې شاوخوا ١٦٥ تخنيکي او عادي کارکوونکي په دوو دورو کې کار کوي، خو زیاتوي چې د دې کارخونې ماشینونه اوس زاړه شوي دي.