د جبل‌السراج د سمنټو کارخونې رییس محمدصابر حمزه سلام‌وطندار ته ویلي چې د دې کارخونې د تولید ظرفیت په یوه ورځ کې له ۲۰ ټنو څخه ۷۰ ټنو ته لوړ شوی دی.

د هغه په وينا، په دې کارخونه کې شاوخوا ١٦٥ تخنيکي او عادي کارکوونکي په دوو دورو کې کار کوي، خو زیاتوي چې د دې کارخونې ماشینونه اوس زاړه شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د جبل‌السراج د سمنټو کارخونې رییس د حکومت له مرکزي ادارې او ملي پرمختیايي شرکت څخه غواړي چې د دې کارخونې د تولید ظرفیت د ورځې ۳۵۰۰ ټنو ته لوړ کړي؛ ځکه په وینا یې، د اړتیا وړ تخنیکي ځواک او اومه توکي په اسانۍ سره ترلاسه کېدلای شي.

په همدې حال کې د پروان د مرکز چاريکارو ښار اوسېدونکى سيدمير سادات چې ۲۶ کاله عمر لري، خو بې‌وزلي او وزګارتیا یې ځوروي وايي، د جبل‌السراج د سمنټو کارخونې د تولید زیاتوالي ته خوښ دی. هغه غوښتنه کوي چې ځايي مسوولان باید د دې کارخونې تولید او د کارګرو شمېر زیات کړي.

نوموړی ټینګار کوي، که په کور دننه افغانانو ته د کار اسانتیاوې برابرې شي، د کډوالۍ سختیو په تېرولو سره به نه اړ کېږي چې له هېواده ووځي او بهرنیو هېوادونو کې کار وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

بله‌خوا د پروان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد عبدالولي هژیر وايي، که حکومت په پروان او نورو ولایتونو کې د تولیدي کارخونو د فعالولو کار پیل کړي، نه یوازې به له هېواد څخه د ځوانانو د وتلو مخه ونیول شي، بلکې د افغانستان لپاره به ښې اقتصادي پایلې هم ولري.

ویل کېږي چې پخوا به د پروان د جبل‌السراج د سمنټو په کارخونه کې تولید شوي سمنټ د پاکستان او ایران په ګډون، ګاونډیو هېوادونو ته هم صادرېدل.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام