Asset 1SWN

بغلان کې یوې مېرمنې ۳۰ ښځو ته د کار اسانتیاوې برابرې کړي

596db696-5a24-4fec-bec6-cac86f832295

د بغلان مرکز پلخمري ښار کې یوې سوداګرې مېرمنې د کېک او کلچو د تولید کارخونه جوړه کړې چې په یاده کارخونه کې ۳۰ ښځو ته د کار کولو زمینه برابره شوې ده.

مېرمن زرمینه نوابي سلام‌وطندار ته وايي، له خپلې شخصي شتمنۍ څخه یې د دوه میلیونه افغانیو په لګښت دغه کارخونه جوړه کړې چې ۳۰ بې‌وزله مېرمنې په‌کې پر کار بوختې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د هغې په وینا، یادې کارخونه کې څه باندې ۱۰ ډوله کلچې او مربا تولیدېږي. هغه همداراز زیاتوي، که امکانات ورته برابر شي، نورو مېرمنو ته به هم د کار زمینه برابره کړي.

نوموړې وویل: «که ماشین الات ولرو، ښه بیه ولرو، کولای شو چې له ۵۰۰ زیاتو مېرمنو ته هم د کار زمینه برابره کړو. غوښتنه مو له دوی دا ده چې مرسته ورسره وشي چې ښځې پر کار شي او ښځې کار وکړي. خپلې کورنۍ سره مرسته وکړي، خپلې اولاد سره مرسته وکړي، د دوی د زده‌کړو او نورو برخو کې ورسره مرسته وکړي.»

یوشمېر هغه مېرمنې چې یاده کارخونه کې ورته د کار زمینه برابره شوې، وايي، دغه ځای کې په کار کولو سره کولی شي خپلې او د خپلو کورنیو د اړتیاوو یوه برخه پوره کړي.

بي‌بي‌ عاطفه هغه مېرمنه ده چې دغه کارخونه کې کیک او کلچې پخوي. نوموړې وویل: «وه زه خوشحاله یم، له موږ باید ملاتړ وشي، څو موږ خپل کار ته وده ورکړو او خپل کارکوونکي زیات کړو. تولید مو زیات کړو دا کورني خواړه دي او د روغتیا لپاره هم ښه دي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا داسې مهال دی چې د اسلامي امارت واکنمېدو راهیسې، بېلابېلو برخو کې ګڼ‌شمېر ښځو خپلې دندې له لاسه ورکړي او د افغانستان د اقتصادي ناورین زیاتېدو هغوی بد وضعیت سره مخ کړي دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام