Asset 1SWN

سلام وطندار

د ښوونځیو تړل کېدل؛ بدخشان کې نجونو زده‌کوونکو د غالیو اوبدلو ته مخه کړې

بدخشان قالینې

زرغونه حیدري چې بدخشان کې د لسم ټولګي زده‌کوونکې ده او له څو میاشتو راهیسې په دغه ولایت کې د غالیو اوبدونکو ټولنې له لوري د غالیو اوبدلو په کارخونه کې غالۍ اوبي، وايي چې د زده‌کړو له کبله د ورپېښ خپګان نه د ځان ژغورلو په موخه یې دغه کار ته مخه کړې ده.

هغه زیاتوي: «زه په لسم ټولګي کې وم، اوس مې د غالیو اوبدلو ته مخه کړې ده. نهه میاشتې کېږي چې دلته غالۍ اوبو. په دې کارخونه کې مو ډېر څه زده‌ کړي، خو غواړو چې ښوونځی مو پر مخ پرانېستل شي. دلته نجونې او ښځې هم شته چې له شپږمو او اوومو پورته ټولګیو کې دي، راغلي چې ښوونځي ته تر تګ پورې د غالیو اوبدل زده کړي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یاسیمن او بي‌بي‌ګل دوه نورې زده‌کوونکې دي چې له زده‌کړو پاتې شوي او له نهو میاشتو راهیسې د غالیو اوبدلو په دې کارخونه کې اوبدل کوي. دوی وايي چې د ورته کارخونو جوړېدو کار ته د ښځو د لاسرسي مخه خلاصه کړې ده.

دغه نجونې وايي، په دې کارخونه کې د غالیو اوبدلو له زده‌ کولو وروسته غواړي خپل کار ته دوام ورکړي، څو هم ځانونه وچلوي او هم له خپلو کورنیو سره مالي مرستې وکړي.

یاسمین وايي: «نهه میاشتې کېږي چې دلته د کاراموز په توګه کار کوم. په دې موده کې چې دلته وو، دومره مو زده کړي چې خپله هم کولای شوو دا غالۍ واوبدو او تولید یې کړو.»

بي‌بي‌ګل هم وايي: «د مخکیني دولت له سقوط مخکې د ښوونځي زده‌کوونکې وو. له هغه وروسته چې دولت سقوط شو، د ښوونځیو دروازې مو پر مخ وتړل شوې. نهه میاشتې کېږي چې دلته کار کوو. د غالیو اوبدلو په زده کولو غواړو چې لاسي صنایع ښه زده کړو او رنګارنګ غالۍ واوبو. کولای شوو ځان او هغوی ته چې فرمایش راکوي، ورته ویې اوبدو او ښه عاید ولرو.»

بدخشان کې د ښځو لپاره د غالیواوبدلو د مرکز مسووله ماریا علي‌زاده وايي، په دغه مرکز کې ورسره له ۵۰ ډېرې نجونې او ښځې د غالیو اوبدلو برخه کې کار کوي او په خبره یې، ډېری یې هغه نجونې دي چې له ښوونځي پاتې شوې دي. هغه له مرستندویه بنسټونو غواړي چې بدخشان کې له نجونو او ښځو سره مالي مرستې وکړي.

په همدې حال کې د بدخشان د غالیواوبدونکو ټولنې رییس عبدالعلي وايي، په دغه ولایت کې د غالیو اوبدلو نږدې ۶۰ کارخونې د دې ټولنې تر چتر لاندې فعالیت کوي.

هغه زیاتوي: «موږ استادانو ته معاش ورکوو او ورته وایو چې دوی ته یې ور زده کړي، څو راتلونکي کې خپله کار وکړي. موږ دوی ته روزنه ورکړې چې زده یې کړي. شپېته‌-اویا کسان کار کوي. ټول کاراموزان دي. له دوی ازموینه اخلو او فارغوو یې، څو وروسته وکولای شي خپلو کورونو کې کار وکړي.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه د بدخشان له چارواکو او نورو مرستندویه موسسو څخه غواړي چې له کاراموزانو سره مالي مرسته وکړي. د نوموړي په خبره، که دغو نجونو کاراموزانو ته د هڅونې په موخه میاشتنی امتیاز په پام کې ونیول شي، هغوی به په ډېرې علاقه‌مندۍ د غالیو اوبدل زده کړي.

هېواد کې له شپږم ټولګي د پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته، دغو نجونو په یوشمېر ولایتونو، په ځانګړې توګه په کندوز، تخار او بدخشان کې خیاطۍ، ګنډلو او د غالیو اوبدلو ته مخه کړې ده.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام