Asset 1SWN

نېډ پرایس: اسلامي امارت دې د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي

ند-پرایس

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس د اسلامي امارت له حکومت غوښتنه کړې چې د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي او خپلې کړې ژمنې عملي کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند دغه څرګندونې نن «چهارشنبه، سلواغې پنځمه» د زده‌کړې نړیوالې ورځې په مناسبت کړي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په ورته مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکېن د زده‌کړې نړیوالې ورځې په تړاو یو ځل بیا افغانستان کې د نجونو او ښځو پر زده‌کړو ټينګار کړی دی.

بل‌خوا د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیرې کرن ډېکر پرون سه‌شنبه د زده‌کړو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، د دې ورځې نمانځنه ستونزمنه ده، ځکه افغان نجونې او ښځې اوس د زده‌کړو له حق محرومې دي.

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیرې زیاته کړې چې زده‌کړې د افغانستان راتلونکې لپاره پانګه ده او ښځې او نجونې باید ورته لاسرسی ولري.

په همدې حال کې د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش د زده‌کړو د نړیوالې ورځې په مناسب پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي و، اسلامي امارت دې د نجونو د زده‌کړو پر وړاندې تبعیضي چلند پای ته ورسوي. نن د جنوري ۲۴مه د زده‌کړو نړیوالې ورځې سره برابره ده.

د ملګروملتونو سرمنشي نن سه‌شنبه د سلواغې څلورمه پر خپله ټوېټرپاڼه د اسلامي امارت پر حکومت غږ کړی چې د نجونو د زده‌کړو او لوړو زده‌کړو پر وړاندې بندیزونه لغوه کړي.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

پرون سه‌شنبه د جنورۍ ۲۴/ سلواغې څلورمه د زده‌کړې نړیوالې ورځې سره برابره وه. د ملګروملتونو ښوونیز، علمي او فرهنګي سازمان (یونېسکو) دغه ورځ افغانستان کې له زده‌کړو محرومو نجونو او ښځو ته ځانکړې کړې وه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام