د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې افغانستان کې د بیان ازادي او د ټولیزې ازادۍ حق په پراخه توګه محدود شوی او هر راز مخالفت په خپلسري، ناقانونه نیونې او له لا درکۍ سره مخ دی.
د بښنې نړیوال سازمان پرون په یوه راپور کې ویلي، د ښځو لادرکه کېدل او په خپلسري توګه د خبریالانو او مدني فعالانو نیونې، د غږونو د غليکولو لپاره د اسلامي امارت وروستي تاکتیکونه دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
یاد سازمان له اسلامي امارت څخه غوښتنه کړې چې د ناقانونه نیونو بهیر ودروي او د بشر حقونو نړیوال معیارونه رعایت کړي.
په راپور کې راغلي چې بښنې نړیوال سازمان نږدې نهه داسې مورده مستند کړي چې د اسلامي امارت له لوري د غږ د غلي کولو لپاره د دوی د کړنو د ډېروالي ښکارندوي کوي.
د راپور له مخې، ناقانونه نیونې او لا درکه کېدل د هغو کسانو پر وړاندې وو چې «د سولهییز اعتراض او یا هم د بیان ازادۍ له حق څخه په استفادې یې غوښتل، اسلامي امارت تر پوښتنې لاندې راولي.»
د بښنې نړیوال سازمان زیاته کړې چې د ښځینه اعراض کوونکو نیونه او له هغه ځای څخه چې نیول شوي، انکار کول یې، د دې ښکارندوینه کوي چې حکومت د خپلو وګړو پر وړاندې بې مسوولیت دی او ملاتړ ترې نه کوي.
راپور کې ویل شوي چې یاد سازمان د خپلو څېړنو او شننو له مخې، دا موندلې چې اسلامي امارت د نړیوال بشر حقونو څخه جدي سرغړونه کړې او د وېرې یې فضا یې رامنځته کړې ده.
د بښنې نړیوال سازمان د راپور پربنسټ، په جنورۍ او فبرورۍ میاشتو کې څه باندې ۶۰ ماشومان د اسلامي امارت له لوري په خپلسري او یا هم ناقانونه توګه نیول شوي دي. یاد سازمان ټينګار کړی هغه شمېرې چې په رسنیو کې خپرې شوي، په حقیقت کې ښايي خورا زیاتې وي.
بښنې نړیوال سازمان څرګنده کړې چې د اسلامي امارت حکومت باید د بشر حقونو نړیوال معیارونه راعایت کړي او د افغانستان ټولو وګړو ته اجازه ورکړي، څو په خپلواکه او له وېرې پرته له خپلو حقونو څخه استفاده وکړي.
بښنې سازمان زیاته کړې چې نړیواله ټولنه، د سیمې هېوادونه او د نړۍ نور هغه هېوادونه چې په مستقیمه توګه له اسلامي امارت سره په تعامل کې دي، له بشر حقونو څخه د دوی دوامداره سرغړونې وغندي او له اسلامي امارت څخه وغواړي چې د بشر حقونو نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د اسلامي امارت استخباراتو یوشمېر خبریالان، سیاسي فعالان او د ښځو حقونو ځينې فعالانې نیولې وې چې له څو ورځني بند وروسته یې بېرته خوشې کړل.
په وروستیو او تازه پېښه کې د طلوع نیوز درې کارکوونکي د اسلامي امارت د استخباراتو ریاست له لوري ونیول شول چې له ۲۴ ساعتونو وروسته بېرته خوشې شول.
د اسلامي امارت استخباراتو بیا ویلي چې یوشمېر رسنۍ داسې خپرونې او نشرات کوي چې د ټولنې دیني احساساتو ته زیان رسوي او ملي امنیت ګواښي.
له دې سربېره استخباراتو ویلي چې شر غوښتونکي عناصر د رسنیو له منځپانګې او محتوا څخه د نظام پر وړاندې خپل تبلیغاتي مواد ترلاسه کوي.