د بښنې نړیوال سازمان په کابل کې د دوو معترضو ښځینه فعالانو تمنا زریاب پریاني او پروانه ابراهیم‌خیل د ناڅرګند برخلیک په اړه چې ویل کېږي د اسلامي امارت له‌خوا نیول شوي، اندېښنه ښودلې او له اسلامي امارت څخه یې غوښتي چې د دغه مېرمنو د نیولو په صورت کې هغوی دې د کوم شرط پرته ژر تر ژره خوشي کړي.

دغه سازمان نن پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي: « تمنا زریاب پریاني او پروانه ابراهیم خېل په افغانستان کې د ښځو د حقوقو په اړه د «اسلامي امارت د تبعیض امیزه سیاستونو» په وړاندې له انتقادي غږونو څخه شمېرل کېږي.» د بښنې نړیوال سازمان دغه راز لیکلي، په کابل کې ښځینه فعالانو ادعا کړې چې تمنا او پروانه د اسلامي امارت له‌خوا نیول شوي او شکنجه کوي یې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه سازمان زیاته کړې: «اسلامي امارت باید د عملي چارواکو په توګه ژر تر ژره دا پېښه وڅېړي او دغو دوو فعالانو د نیول کېدو په صورت کې دې هغوی له کوم شرط پرته خوشې کړي.»

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې اسلامي امارت ددغه دوو مېرمنو د نیولو څخه د انکار پر ځای باید د هغوی د ساتل کېدو د ځای په اړه معلومات ورکړي.

له دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) هم د دغو دوو ښځینه فعالانو په ورکېدو اندېښنه ښودلې وه او له اسلامي امارت څخه یې غوښتي وو چې د دغو مېرمنو د ساتل کېدو د ځای په اړه معلومات ورکړي، خو د اسلامي امارت چارواکو ویلي چې دغه دوه ښځینه فعالانې د دوی له خوا نه دي نیول شوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینز هم پرون د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني‌ سره په لېدنه کې له هغه څخه غوښتي چې د تمنا او پروانې په اړه دې پلټنه وکړي او د هغوی ازادي دې تضمین کړي.

دغه دوه ښځینه فعالانې داسې مهال ونیول شول چې د حجاب او د اسلامي امارت د یولړ نورو محدودیتونو پر ضد یې د کابل ښار په وروستیو لاریونونو کې برخه اخیستې وه.

تمنا پریانې د تېرې چهارشنبې په شپه یوې ویډیو کې ادعا وکړه چې د طالبانو اړوند کسانو یې پر کور چاپه وهلې ده، خو د یادې ویډیو تر خپرېدو وروسته د اسلامي امارت د استخباراتو عمومي ریاست په دغه پېښه کې لاس لرل رد کړل.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام