د لغمان محلي مسوولان وايي، دغه ولایت په دولت‌شاه ولسوالي کې د دوو کورنیو ترمنځ د شخړې له کبله پنځه کسان وژل شوي دي.

د لغمان د والي وياند سلامت‌خان بلال سلام‌وطندار ویلي، دغه پېښه پرون مازدیګر د يادې ولسوالي په «کيل» سيمه کې تر لفظي شخړې وروسته رامنځته شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه دلته وڅارئ

نوموړي زیاته کړه چې د شخړې پر مهال له دواړه غاړو دوه مېرمنې او درې نارينه وژل شوي دي.

د لغمان د والي ویاند په وینا، د ولسوالي اړوند امنیتي ځواکونه پر وخت سيمې ته رسېدلي او د پېښې عاملان يې نيولي چې د څېړنو تر بشپړېدو وروسته به اړونده ادارې ته وسپارل شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم په لغمان کې د کورنيو شخړو پرمهال يو شمېر کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام