غزه کې پر خلکو د مرستو کڅوړو لوېدو له امله پنځه کسان مړه شوي

غزه کې د هوا له لارې اړمنو ته د مرستو رسولو په لړ کې د خلکو پر ګڼې‌ګوڼې د مرستو څو کڅوړې لوېدو له امله پنځه کسان مړه شوي او یوشمېر نور ټپیان دي. پر غزې د اسراییلو برید او کلابندۍ له امله اړمنو ته د مرستو رسولو ټولې لارې تړل شوي او مرستې د الوتکو له لارې د فراشوټونو په مرسته غزې ته غرځول کېږي.

 بادغیس کې د سړې هوا له امله پنځه کسان مړه شوي

بادغیس کې سرچینې وايي چې دغه ولایت کې د سړې هوا له کبله د څلورو ماشومانو په ګډون پنځو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د سرچینې په وینا، دغه کسان بېګاه د قادس ولسوالي اړوند خیرخانه علیا، جوالق، شیخ‌ها او زادصالح په سیمو کې سړې هوا مړه کړي دي. سرچینې سلام‌وطندار ته زیاته کړې چې په مړو شویو کې یو چوپان، درې کوچنۍ نجونې او یو کوچنی هلک شامل دي.

جوزجان کې ټرافیکي پېښه؛ پنځه کسان مړه او څلور ټپیان شوي

د جوزجان-بلخ پر لویه لاره د ټرافیکي پېښې له کبله پنځه کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.

د جوزجان د ټرافیکو مدیریت مسوولان وايي چې پرون جمعه مازدیګر د جوزجان مرکز شبرغان ښار «چیغچي» سیمه کې د یوه ۴۰۴ ډوله مسافر وړونکي او سراچې موټرو د ټکر له امله پنځه کسانو خپل ژوند بایللی او څلور ټپیان دي.

بلخ کې د ټرافیکي پېښې له امله پنځه کسان مړه شوي او یو بل ټپي دی

د بلخ محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې پر مهال پنځه کسان مړه او یو بل ټپي شوی دی.

د بلخ د امنیې قومنداني ویاند محمداصف وزیري سلام‌وطندار ته ویلي چې پېښه بېګاه شپه د حیرتان ښارګوټي اړوند سیمه سیمه کې د یوې «کرولا او ډمټرک» موټرو ترمنځ رامنځته شوې ده.