Asset 1SWN

سلام وطندار

بلخ کې د ټرافیکي پېښې له امله پنځه کسان مړه شوي او یو بل ټپي دی

fbffbef6-f588-44a9-abfa-2df3a14b63a0

د بلخ محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې پر مهال پنځه کسان مړه او یو بل کس ټپي شوی دی.

د بلخ د امنیې قومنداني ویاند محمداصف وزیري سلام‌وطندار ته ویلي چې پېښه بېګاه شپه د حیرتان ښارګوټي اړوند سیمه کې د یوې «کرولا او ډمټرک» موټرو ترمنځ رامنځته شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

وزیري په پېښه کې د پنځو کسانو مړینه او د یوه بل کس ټپي‌کېدل تایید کړي دي. د بلخ د امنیې قومنداني ویاند همدرازا ویلي چې پېښه د موټر چلوونکو د بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.

دا په داسې مهال دی چې له دې وړاندې هم دغه ولایت او د هېواد په یو‌شمېر نورو سیمو کې هم ورته پېښې رامنځته شوي چې ځینو کسانو ته مرګ‌ژوبله هم اړولې ده.

پرون جمعه د لیندۍ یوولسمه هرات کې هم د یوه موټر د چپه کېدو له امله څلور کسان مړه شوي وو.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

د هرات د والي ویاند حمیدالله متوکل سلام‌وطندار ته ویلي و چې دا پېښه د هرات‌-‌کندهار پر لویې لارې د اسلامي امارت د ځواکونو د موټر چپه کېدو له کبله شوې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام