د لوګر امنیې قومنداني مسوولان وايي، پرون مازدیګر د مرکز پل‌علم په «جمعه کلا» سیمه کې د یوې ټرافیکي پېښې پرمهال د ښځو او ماشومانو په ګډون دوه کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.

د لوګر د امنیې قومنداني ویاند احمدالله انس سلام‌وطندار ته ویلي، دغه ټرافیکي پېښه رنجر، الټو او امبولانس ترمنځ رامنځته شوې چې پرمهال یې یو ماشوم او مېرمن مړه شوي او یو ماشوم او یوه بله مېرمن ټپي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه دلته وڅارئ

هغه زیاته کړه، ټپیان ولایتي روغتون ته لېږل شوي چې د یوه ماشوم روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی. نوموړی وایي پېښه د موټر چلوونکو د بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.

بل‌خوا د مرکز پل‌علم د جمعه کلا سیمې اوسېدونکي بیا وایي چې پېښه د رنجر موټر د بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.

د پېښې یو عیني شاهد احسان‌الله بیا سلام‌وطندار ته ویلي، رنجر موټر له سړکه وتلی او لومړی یې یو الټو موټر او بیا یې امبولانس سره ټکر کړی دی. هغه زیاتوي چې پېښه کې دوه کسان ځای پر ځای مړه شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د کابل-لوګر پر لویه لار ټرافيکې پېښې زیاتې شوي او خلک یې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي او ګړندی تګ بولي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام