د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په دوو جلا جلا مکتوبونو کې دلاور مزاري او شېرشاه هوتک د بلخ د ښار جوړولو او ځمکو ریاست د رییسانو په توګه ټاکلي دي. اوس مزاري او هوتک دواړه ادعا لري چې د دغې ادارې قانوني رییسان دي.

د «ښار جوړولو او ځمکو وزارت د مامورینو اړوند د اجراآتو له سند» نه لیکل شوی متن چې سلام‌وطندار ته رسېدلی، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمېشنرانو بورډ له هغه وروسته چې د ځمکو اداره د ښار او کور جوړولو له وزارت سره یوځای شوی او بیا د ښار جوړولو او ځمکو وزارت نوم پرې کېښودل شو، د ښار او کور جوړولو وزارت د «۱۲۹۰۱» ګڼې غوښتنلیک پر بنسټ چې په ۲۵/۹/۱۳۹۹ نېټه ورته لېږل شوی و، پرېکړه کړې چې د ښار جوړولو وزارت ۲۶ ولایتي رییسان او د ځمکو ادارې ۶ رییسان چې د TAGHIR/CBR ازادې سیالۍ له لارې ټاکل شوي وو، د هغوی «د دندو لایحې د ورته‌والي» له امله کولای شي د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ولایتي ریاستونو ته ولېږدول شي.

دا چې دلاور مزاري مخکې د دې پروسې له لارې د بلخ د ښار جوړولو رییس په توګه ګومارل شوی و، «د حقونو او امتیازونو» په ساتلو سره له ۶/۸/۱۳۹۹ نېټې راهیسې د ۱۳۹۹ کال په تشکیل کې د یاد ولایت د ښار جوړولو او ځمکو ریاست د رییس په توګه ګومارل شوی دی. د «ښار جوړولو او ځمکو وزارت د مامورینو اړوندو اجراآتو په سند کې» د دغه وزارت د وزیر محمود کرزي لاسلیک شته.

خو د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په ۱۳۸ شمېرې وړاندیز کې چې ولسمشرۍ ماڼۍ ته لیکل شوی، «د دغه وزارت د ۱۳۹۹ کال له تشکیل سره سم» د بلخ د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د رییس په توګه په ۱۵۰ زره افغانۍ میاشتني معاش سره د شېرشاه هوتک د ګومارلو غوښتنه شوې او په پای کې یې د محمود کرزي لاسلیک هم شته. ولسمشرۍ ماڼۍ د دغه وړاندیز په ځواب کې په ۱۵۰ زره افغانۍ میاشتني معاش سره د هوتک منظوري تایید کړې ده.

ولسمشرۍ ماڼۍ وړاندې لیکلي: «د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون له ښار جوړولو او ځمکو وزارت سره په همغږۍ» دنده لري چې په درې میاشتو کې د یاد بست لپاره د ازادۍ سیالۍ له لارې پر شرایطو برابر نوماند په ګوته او د منظورۍ لپاره یې ولسمشرۍ ماڼې ته وړاندیز کړي.

شېرشاه هوتک وايي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د وړاندیز او د ولسمشر محمداشرف غني په منظورۍ د بلخ ولایت د ښار جوړولو او ځمکو ولایتي ادارې رییس دی.

خو دلاور مزاري بیا په هغې عرض‌پاڼه کې چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې ته یې کړې، لیکلي چې دی د بلخ د ښار جوړولو او ځمکو وزارت برحاله او قانوني رییس دی او پر دغه بست د شېرشاه هوتک د ګومارنې موضوع باید په حقوقي ډول وڅېړل شي. د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ته د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمېسیون له لوري په لېږل شوي لیک کې چې په ۱۰/۱۰/۱۳۹ نېټه ور لېږل شوی، لیکل شوي، که د مزاري ادعا سمه وي، «پر هغه بست چې رییس لري، د سرپرست ټاکل د قانون خلاف دي او قانوني جواز نه لري.»

اوس شېرشاه هوتک د بلخ د ښار جوړولو او ځمکو ریاست پر څوکۍ ناست دی او دلاور مزاري یې هم په غبرګون کې د بلخ ولایت د مقام مخې ته پرلت کړی دی.

د بلخ والي فرهاد عظیمي سلام‌وطندار ته ویلي چې یاده موضوع یې له ښار جوړولو او ځمکو وزارت سره شریکه کړې او د یاد وزارت د پرېکړې له روښانتیا وروسته به د دغو دوو کسانو له ډلې یو هغه د بلخ د ښار جوړولو او ځمکو ریاست په توګه معرفي شي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام