د بلخ محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت مرکز مزارشریف ښار کې یې د ښځو لپاره د «خدیجه الکبرا» په نوم ځانګړی مارکېټ پرانیستی دی.
دغه سوداګریز مارکېټ چې نږدې ۲۰۰ هټۍ لري، له څه وخت راهیسې غیرفعاله و او د مزارشریف ښاروالي او د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر ریاست له لوري بېرته پرانېستل شوی دی.
مریم چې دغه مارکېټ کې هټۍ لري، د یاد مارکېټ له پرانېستو خوشحاله ده او سلاموطندار ته یې وویل: «دا چې دې مارکېټ ته یوازې ښځې راځي او هېڅ نارینه نه راځي ډېره خوشحاله یم او موږ دې ورځې ته په تمه و چې بلاخره پرانېستل شو.»
د مزارشریف ښاروال قدرتالله طارق وايي چې دغه مارکېټ یوازې د ښځو لپاره جوړ شوی او په وینا یې، څو دوی وکولای شي، کار وکړي او خپلې کورنۍ ته نفقه برابره کړي.
نوموړي وویل: «دلته نږدې ۲۰۰ هټۍ دي او دا د ښځو لپاره دي چې دلته فعالیت وکړي، څو وکولای چې د خپل ژوند اړتیا دلته پوره کړي او خپلې کورنۍ او اولادو ته نفقه برابره کړي.»
بلخوا د بلخ د امربالمعروف او نهې عنالمنکر ریاست ویاند نشرالله هوتک وايي، د دې مارکېټ پرانېستل د دې ښکارندوي کوي چې اسلامي امارت د ښځو د کار او سوداګرۍ مخالف نه دی.
نوموړي وویل: «دا یې ټولې نړۍ ته وښوده چې اسلامي امارت د ښځو او نجونو کاروبار او سوداګرۍ سره ستونزه نهلري او مخالف یې نه دی.»
د یاد مارکېټ د هټیوالو استازې او سوداګره پښتنه افغان وايي چې دغه مارکېټ کې د ښځو لپاره ډېرې اسانتیاوې برابرې شوي او ښځې کولای شي چې ښه ګټه وټه ترلاسه کړي.
هغه وویل: «د یوه هټۍ کرایه له څلور تر پنځه سوه ډالره وه، خو تاسو ووینئ چې اوله ورځ ۱۲۰۰ افغانۍ وه او ښاروال نن څلور سوه افغانۍ اعلان کړه، تاسو څلور افغانۍ څلور سوه ډالرو سره پرتله کړئ؟ دغه خدمت د چا مور او پلار چا ته نه کوي.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
دا په داسې مهال دی چې له دې وړاندې د رابعه بلخي په نوم یو بل بازار هم مزارشریف ښار کې د ښځو لپاره جوړ شوی و چې دا د ښځو لپاره دویم ځانګړی بازار دی چې جوړېږي.