کندهار کې یوشمېر ښځينه صنعت‌کارانې سلام‌وطندار ته وايي، په دې وروستیو کې يې صنعتي کارونه پیکه شوي او ان تر دې چې کاروبار يې په ټپه ولاړ دی.

دوی زیاتوي چې د ګڼ‌شمېر ښځينه صنعت‌کارانو کاري جوازونه تر وخت تېر شوي، خو د اړوندو مسوولو ادارو له‌خوا نه تمدیدېږي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

ساقي‌جانه چې د کندهار د سوداګرۍ خونې غړې وه وايي، د ښځينه صنعت‌کارانو د جوازونو نه تمدید‌کېدو له امله، لسګونه ښځينه صنعت‌کارانې وزګارتیا سره مخ شوي دي.

نوموړې وویل: «پخوا به موږ يوشمېر موسسو ته د معرفي‌کېدو ترڅنګ د سوداګرۍ په برخه کې راسره نورې مرستې هم کېدې، خو اوس هغه ډول نشته، جوازونه مو نه تمديدېږي.»

زرمینې چې د جمهوري نظام پرمهال یې د کندهار عینو مېنه کې د ښځو لپاره ځانګړي مارکېټ کې په لاس جوړې شوې غاړې او څادر پلورل، سلام‌وطندار ته وویل چې دغه مارکېټ کې لسګونه ښځو کاروبار درلود، خو د اسلامي امارت په راتګ سره تړل شوی او په‌کې بوختې ښځې وزګاره شوي دي.

هغې وویل: «موږ دغه مارکېټ کي خپل ځانګړی دفتر درلود. لس دوکانونه و چي په‌کښي بېلابېل توکي مو خرڅول، خو د ا.ا په راتګ سره وتړل شول. اوس هېڅ نشته، زموږ غوښتنه له دولت څخه دا ده چې زموږ لپاره د کار زمينه برابره کړي چې موږ پر خپلو پښو ودرېږو.»

دا یوازې د کندهار عینو مېنه کې د صنعت‌کارو ښځو مارکېټ نه دی چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره تړل شوی، بلکې دغه ولایت کې د ښځو لپاره جوړه شوې د سوداګرۍ خونه هم تړل شوې ده.

له دې سره د چارو کارپوهان اسلامي امارت څخه غواړي چې د نارینه‌وو په څېر د ښځو لپاره هم د کار زمینه برابره کړي.

د ټولنیزو چارو کارپوه نعمت‌الله صاحب‌زاده وویل: «نورو اسلامي هېوادونو کې ښځې تجارتي کارونه کوي، اسلامي امارت دې د ښځو لپاره مارکېټ جوړ کړي. د هغوی سوداګرۍ ته دې وده ورکړي چې خپله روزي ترلاسه کړي، زه تل وايم چې د يوه اسلامي هېواد لپاره دا ښه نه ده چې په زرګونه ښځې او ماشومان يې په ښار کې سوال کوي.»

د سلام‌وطندار خبريال کندهار کې د سوداګرو ښځو د کاروبار جوازونو د نه‌تمدید ستونزه ولايتي مسوولانو سره هم شريکه کړه، خو په اړه یې خبرو کولو ته حاضر نه شول.

په ورته وخت کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستيال خان‌جان الکوزی وايي، هېواد کې سوداګرو ښځو ته د کاري اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره هڅې کوي.هغه د يادو ښځو ادعاوې رد کړې چې د کار جوازونه نه‌شي ‌نوي کولی.

نوموړي وویل: «داسې کومه پرېکړه په دې اړه د امارت له‌خوا نشته. جوازونه خو تراوسه نوي اخېستل کېږي او تمديدېږي، خو ډېرې زياتې ښځې کاروبار کوي د صنعت په برخه کې بوختې دي.»

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

د یادونې ده چې تېر یوه کال کې د بې‌وزلي او وزګارتیا کچې په زیاتېدو سره نه‌یوازې د سوداګرو مېرمنو، بلکې د هرې برخې کارونه ټکني شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام