د کورنیو چارو وزارت وايي چې یوې سوداګرې مېرمنې د دغه وزارت د مرکزي ادارو لپاره د ډبرو سکرو د برابرولو قرارداد ګټلی دی.
د کورنیو چارو وزارت د تدارکاتو رییس حافظ محمدصدیق صدیقي نن ویلي چې د دغه وزارت لپاره د ډبرو سکرو برابرولو د داوطلبۍ بهیر په بشپړې روڼتیا سره پر مخ تللی دی.
د نوموړي په وینا، د «نوبهار افضلي» شرکت رییسه عزیزه افضلي په دې داوطلبۍ کې بریالۍ شوې او هغه به د کورنیو چارو وزارت د پولیسو مرکزي ادارو ته د ډبرو سکاره برابروي.
هغه زیاته کړې چې یاده پروژه یې څه موده وړاندې اعلان کړې وه او څو خصوصي شرکتونو یې په داوطلبۍ کې ګډون کړی و.