د هرات په حوزه‌يي روغتون کې سرچینو سلام‌وطندار ته ویلي چې دا پېښه پرون ماښام د هرات‌-‌اسلام‌کلا پر لویې لارې شوې ده.

د سرچینو په وینا، پېښه د اسلامي امارت د یوې رېنجرې او یوه فولډر د ټکر له امله شوې او ټول ټپیان یې هم دغه روغتون ته ور وړل شوي دي.

سرچینې زیاتوي چې په دغه ټکر کې څلور ملکیان او یو نظامي مړه شوي او شپږ ملکیان او څلور نظامیان ټپیان شوي دي.

تراوسه د دې ټرافيکې پېښې لامل نه دی په ډاګه شوی، خو د هرات په ګډون، په نورو ولایتونو کې د موټرچلوونکو د ګړندي تګ او بې‌احتیاطۍ له کبله کېږي.

څه موده مخکې هم د هرات‌-بادغیس پر لویې لارې د ټرافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي وو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام