د اسلامي امارت چارواکي وايي چې د راتلونکي کال په پسرلي کې به د هلمند ولایت د کجکي برښنا بند د تولید کچه لوړه شي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام‌الله سمنګاني پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې د رییس‌الوزرا د دویم مرستیال عبدالسلام حنفي په مشري د اقتصادي کمېسیون په ناسته کې پرېکړه وشوه چې هلمند او کندهار ولایتونو ته د کجکي بند د برښنا لېږد لپاره دې په بېړنۍ توګه برښنايي وسایل وپېرل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سمنګاني زیاته کړې چې په کجکي برښنا بند کې کار روان دی او د راتلونکي کال په وري میاشت کې به د دغه بند د برښنا ظرفیت ۱۵۰مګاواټو ته لوړ شي.

د نوموړي په وینا، د کجکي برښنا بند د تولید کچې په زیاتېدو سره به د هېواد په سوېل کې سوداګر او د دغه ولایتونو اوسېدونکي ورڅخه برخمن شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د کجکي برښنا بند د هېواد په سوېلي ولایتونو کې د برښنا او کرنیزو ځمکو ته د اوبو برابرولو په برخه کې یو له مهمو بندونو څخه دی چې اوس ۵۱مګاواټه برښنا تولیدوي.

 

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام