د عامې روغتیا وزیر احمدجواد عثماني د کورونا ویروس د دویمې څپې او نوي ډول په اړه د اندېښنې ترڅنګ وايي، د کورونا نوی ډول په هندوستان او پاکستان کې لیدل شوی او ښايي افغانستان ته هم را ولېږدول شي.

نوموړي نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې د کورونا د نوي ډول د تشخیص ظرفیت نه لري، خو په وینا یې، هڅه کوي چې د هېواد په دننه کې د دغه ویروس د تشخیص اسانتیاوې برابرې کړي.

عثماني وايي، هغه کسان چې افغانستان ته راځي، باید د کورونا ټېسټ یې کړی وي، که‌نه هېواد ته د راتلو اجازه دې نه ورکول کېږي.

د هغه په وینا، په هېواد کې د کورونا اوسنی وضعیت د ډاډ وړ دی، خو په وینا یې، د کورونا ویروس دویمه څپه به له لومړۍ هغې اوږده وي.

بله‌خوا د عامې روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۱۴۱۲ کسانو نمونې چې د کورونا شک پرې کېده، کتل شوي چې د ۸۵ هغو پایلې مثبتې ختلې دي.

د عامې وزارت د ویاند مرستیاله معصومه جعفري وايي، په تېره یوه شپه او ورځ کې ۶ کسان د کورونا له کبله مړه شوي او ۱۲۶ نور بیا بېرته رغېدلي دي.

د یادونې ده چې د کورونا ویروس نوی ډول تازه په بریټانیا کې پېژندل شوی، خو اوس په هند او پاکستان کې هم د پام وړ خپور شوی دی.

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام