Asset 1SWN

سلام وطندار

کورونا په یوه شپه او ورځ کې ۹ کسان مړه کړي

800-p0iuhfqoffo9y340mcu51n2xu4bdn9rnpw9nbd8as4

د عامې روغتیا وزارت وايي، کورونا په تېره يوه شپه او ورځ کې ۹ کسان مړه کړي دي. دغه وزارت نن په خپل ورځني راپور کې ویلي، د ۱۶۹۹ شکمنو کسانو نمونې يې کتلي چې له ډلې یې د ۱۴۰ کسانو پایلې مثبتې دي.

د ياد وزارت په راپور کې راغلي چې په یاده موده کې ۲۷۹ کسان چې پر کورونا اخته وو، بېرته ښه هم شوي دي چې له دې سره د ټولو ښو شويو شمېر ۴۱ زره ۶۱۰ ته رسېږي. د معلوماتو له مخې دغه تازه مثبتې پېښې په ۱۷ ولایتونو کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، هېواد کې د کورونا ویروس له خپرېدو راهیسې ۵۲ زره او۱۴۷ کسان پر دغه ویروس اخته شوي دي او ۲ زره او ۱۷۹ کسان د کورونا له کبله مړه شوي هم دي.

یاد وزارت وايي، تراوسه په هېواد کې ۱۹۵ زره او ۴۰۵ کسان چې د کورونا شک پرې کېده، کتل شوي دي.

په نړۍ کې بیا تراوسه له ۸۱ میلیونه او ۱۸۷ زره کسان پر کورونا ویروس اخته شوي دي. په دې ډله کې له یو میلیون او ۷۷۲ زرو نه ډېرو یې خپل ژوند بایللی او له ۵۷ میلیونه او ۳۳۰ زرو نه ډېر یې بېرته رغېدلي دي.

امریکا، هندوستان، برازیل، روسیه او فرانسه هغه هېوادونه دي چې تر اوسه په‌کې د کورونا تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. امریکا بیا د نړۍ په کچه هغه هېواد دی چې کورونا ترې ډېره قرباني اخیستې ده.

 

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام