Asset 1SWN

کورونا؛ تر اوسه نږدې ۱۲۰ زره کسانو واکسین کړی

56400859_303

د عامې روغتیا وزارت وايي، تر اوسه یې په ۳۴ ولایتونو کې ۱۱۹ زره او ۸۴۰ کسانو ته د کورونا واکسین ورکړی دی. د مسوولانو په وینا، واکسین شوي کسان روغتیايي او د رسنیو کارکوونکي، ښوونکي، دولتي کارکوونکي، بندیان او له ګاونډیو هېوادونو څخه بېرته راستنېدونکي کسان شامل دي.

د روغتیا وزارت د چارواکو په وینا، په کابل، هرات، ننګرهار او کونړ کې په ترتیب سره ډېرو کسانو واکسین کړی دی. مسوولان زیاتوي، تر اوسه ۷۳ زره او ۱۱ روغتیايي کارکوونکو واکسین کړی چې شمېر یې د نورو پوړونو په پرتله ډېر دی.

دغه راز، تر اوسه په ۳۳ ولایتونو کې ۲۲ زره او ۸۹۵ ښوونکو هم د کورونا واکسین کړی چې له روغتیايي کارکوونکو وروسته ډېر شمېر دی.

نورستان یوازینی ولایت دی چ؛ې تر اوسه په‌کې یوازې ۳۸۵ روغتیايي کارکوونکو واکسین کړی دی. افغانستان کې د کورونا واکسین لړۍ شاوخوا یوه نیمه میاشت مخکې پیل شو.

دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا وزارت د راپورونو له مخې، هېواد کې د کورونا ویروس له خپرېدو راهیسې ۳۶۶ زره او ۹۸ کسانو د کورونا ټېسټونه کړي چې په دې ډله کې ۵۷ زره او ۱۴۴ یې پر دغه ویروس اخته شوي او ۲ زره او ۵۲۱ نورو یې بیا له کبله ژوند بایللی دی. همدارنګه، ۵۱ زره او ۹۶۳ کسان چې پر کورونا اخته شوي وو، بېرته رغېدلي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام