Asset 1SWN

سلام وطندار

کورونا؛ په ۲۴ ساعتونو کې ۱۳ کسان مړه او ۱۷۰ پرې اخته شوي

Corona-New-Pics-270x152

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۳ کسان چې پر کورونا اخته وو، مړه شوي دي.

دغه وزارت نن په خپل ورځني راپور کې ویلي چې په یوه شپه او ورځ کې د ۲ زره او ۲۷۵ شکمنو کسانو نمونې کتل شوي چې له ډلې یې د ۱۷۰ هغو پایلې مثبتې ختلې دي.

د روغتیا وزارت وايي چې تازه پېښې په کابل، هرات، کندهار، بلخ، ننگرهار، تخار، پکتیا، بغلان، کندوز، پروان، نیمروز، غزني، لوگر، بدخشان، میدان‌وردګ، هلمند، لغمان، کونړ، خوست، زابل او پکتیکا ولایتونو کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، هېواد کې د کورونا ویروس له خپرېدو راهیسې ۵۱ زره او ۷۶۴ کسان پر دغه ویروس اخته شوي دي.

د روغتیا وزارت شمېرې ښيي، تراوسه په هېواد کې ۲ زره او ۱۴۸ کسان د کورونا له کبله مړه شوي او ۴۰ زره او ۶۷۸ کسان بېرته رغېدلي دي.

امریکا، هندوستان، برازیل، روسیه او فرانسه هغه هېوادونه دي چې تر اوسه په‌کې د کورونا تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. امریکا بیا د نړۍ په کچه هغه هېواد دی چې کورونا ترې ډېره قرباني اخیستې ده.

کلیدواژه‌ها: // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام