د پکتیکا ولایت د یوسف‌خېلو ولسوالي د مېست کلي اوسېدونکی حاجي ښادي‌خان نږدې ۷۳ کاله عمر لري او د ښرنې د ملکي روغتون د کورونا ناروغانو لپاره په ځانګړي شوي ځای کې تر درملنې لاندې دی.

دغه سپین ږیري چې لا یې هم روغتیايي وضعیت نازک دی، سخت ټوخی او ساه لنډي لري وايي، پر دې ناروغي له اخته کېدو وروسته له خپلوانو یوازې شوی او نه شي کولای د تېر په شان له هر چا سره وګوري او بنډار ورسره وکړي.

هغه پر دې باور دی چې کورونا ناروغي شته او کولای شي د انسانانو ژوند واخلي.

د روغتیاپالانو په خبره، کووېډ۱۹ ناروغي په انسانانو کې په بېلابېلو بڼو راڅرګندېږي، خو ښادي‌خان وايي، د بدن له سخت درد او ټوخي پرته نورې نښې‌نښانې نه لري.

هغه زیاتوي، دوه ملګرو یې چې د زړه او ځینې نورې ناروغۍ لرلې، د کووېډ۱۹ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د ښرنې ښار یو بل اوسېدونکی علي‌خان چې ۲۸ کاله عمر لري وايي، سخته تبه، بې‌خوبي، د ځان او ستوني درد یې درلود، خو په وینا یې، درملنه یې وکړه او اوس ښه شوی دی.

نوموړی زیاتوي، روغتیاپالانو ورته لازمې سپارښتنې کړي چې د کورنۍ له غړیو او نورو کسانو سره د لیدنې پر مهال یې پر ځان عملي کوي.

کووېډ۱۹هېڅ پوله نه پېژني او کېدای شي هر چا ته په چټکۍ سره ور ولېږدول شي. په ټوله نړۍ کې د روغتیا برخې کارکوونکي، په ځانګړي ډول هغه ډاکتران چې د دغو ناروغانو درملنه کوي، هم پر دغه ویروس اخته شوي دي.

د ښرنې ملکي روغتون یو روغتیاپال محمدعرفان هم د کورونا ناروغي تجربه کړې، خو اوس یې وضعیت ښه دی او بېرته خپلې دندې ته تللی دی.

هغه پر کورونا له اخته کسانو غواړي چې دغه ناروغان باید د ډار احساس ونه کړي او مقاومت ورسره وکړي؛ ځکه ډېره وېره یې ښايي ناروغي لا زیاته کړي.

پر کورونا ویروس ډېری اخته شوي کسان وايي چې له ناروغېدو وروسته یې د ملګرو، خپلوانو او نورو انسانانو په چلند کې ورسره ډېر بدلون راغلی او له هغوی سره یې اړیکې پرې شوې دي، خو په وینا یې، د دې لپاره چې هم ځان او هم نور پر دې وژونکې ناروغۍ اخته نه شي، په‌کار ده چې ټولنیز واټن په پام کې ونیول شي.

په پکتیکا کې د کورونا د روغتون مسوول کامران امیني وايي، کورونا ناروغي ویروسي، ژر لېږدېدونکې او وژونکې ده چې په لومړیو کې ناروغ ته سخته تبه، وچ ټوخی، د ستوني، سینې او ټول ځان سخت درد یې مهمې نښې‌ نښانې دي.

هغه وايي، یاده ناروغي له دوو تر پنځو ورځو پورې په ناروغ کې راښکاره کېږي او د هغو ناروغانو لپاره ډېره ګواښوونکې ده چې تنفسي ستونزې، د زړه او نورې سختې ناروغۍ ولري.

هغه وايي، دوی ورته له پیله تر اوسه ښه تدابیر نیولي او په دغه روغتون کې د ناروغانو ښه درملنه کېږي.

د یادونې وړ ده چې په پکتیکا ولایت کې د هېواد د نورو ولایتونو په پرتله لږ شمېر خلک پر کورونا اخته او له کبله یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د روان کال د لیندۍ میاشتې تر ۲۰مې نېټې پورې په دغه ولایت کې ټول‌ټال ۲۷۲ کسان پر کورونا اخته شوي چې له امله یې د ۷ ښځو په ګډون، ۷ هغه مړه شوي او ۲۳۲ نور یې له درملنې وروسته بېرته ښه شوي او کورونو ته تللي دي.

اوس په دغه ولایت کې د مېرمنو په ګډون، ۳۳ کسان پر کووېډ۱۹ اخته شوي او تر درملنې لاندې دي چې د روغتیاپالانو په وینا، تر درملنې وروسته به له خپلو کورنیو سره یوځای شي.

مېلمه راډیو – پکتیکا


دغه راپور د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ جوړ شوی دی. د منځپانګې مسوولیت یې یوازې د مېلمه راډیو پر غاړه دی او د اروپايي ټولنې لیدلوری نه ښيي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام