Asset 1SWN

کورونا په یوه شپه او ورځ کې ۱۱ کسان مړه کړي

2020-08-25t000000z_502161141_mt1ltana000ewnigy_rtrmadp_3_afghanistan-asia-coronavirus-covid-19-isolation-mask-middle-east-pandemic-quarantine-p18uw7j4nmtngj7vpza8lgqmgk2xzeqo02yx7srmp8

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو څلېرویشت ساعتونو کې ۱۱ کسان د کورونا له کبله مړه شوي او ۴۱ نور پرې اخته شوي دي. تازه پېښې په اوو ولایتونو کې ثبت شوې دي.

دغه وزارت نن په خپل ورځني راپور کې لیکلي چې په یاده موده کې ۱۶۹۲ کسانو د کورونا ټېسټونه کړي او په وینا یې، ۶۳ نور بیا بېرته رغېدلي دي.

د روغتیا وزارت د راپور له مخې، هېواد کې د کورونا ویروس له خپرېدو راهیسې یې د ۳۵۴ زرو او ۴۷۸ کسانو نمونې کتلي چې د ۵۶ زرو او ۷۱۷ هغو پایلې یې مثبتې ختلي او ۲ زره او ۵۰۸ کسان یې بیا له کبله مړه شوي دي. دغه راز، په دې موده کې بیا ۵۱ زره او ۸۶۵ کسان چې پر کورونا اخته وو، بېرته رغېدلي دي.

په نړۍ کې بیا تر ننه له ۱۳۱ میلیونه او ۴۳۷ زره کسان پر کورونا اخته شوي چې له ډلې یې، له ۲ میلیونه او ۸۶۰ زره مړه شوي او له ۱۰۵ میلیونه او ۸۵۲ زره هم بېرته ښه شوي دي.

امریکا، برازیل، هندوستان، فرانسه، روسیه او انګلستان هغه هېوادونه دي چې تر ټولو ډېر کسان په‌کې پر کورونا ویروس اخته شوي او امریکا بیا هغه هېواد دی چې کورونا ترې تر ټولو ډېره قرباني اخیستې ده. په امریکا کې تر اوسه له ۵۶۸ زرو نه ډېر کسان چې پر کورونا اخته وو، مړه شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام