د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې ختيځ لوري ته په لس کيلومترۍ کې د پلتو بند ډیزاين د سردار داوود خان د واکمنۍ پر مهال شوی و، خو د بېلابېلو لاملونو له امله یې تر اوسه د جوړېدو چارې نه وې پیل شوې.

اوس د پکتيکا ځايي چارواکي وايي چې د دغه کرنيز بند د جوړېدو چارې پيل شوي او په درېوو کلونو کې به بشپړې شي.

چاروکي وايي چې د دغه بند په جوړېدو سره به څه باندې دوه زره هکټاره شاړه ځمکه پر کرنیزې هغې بدله شي.

د پکتيکا والي مجيب‌الرحمان څمکني سلام‌وطندار ته ویلي چې «پلتو» بند د ملي پراختيا شرکت له لوري د دولت له بودجې نه په څه باندې اووه‌لس ميليونه امريکايي ډالرو جوړېږي.

د نوموړي په وینا، د دغه بند په جوړېدو سره به نه یوازې د پکتیکا، بلکې د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالي ځمکې هم خړوبې شي.

د پکتيکا قومي مشران او د ولايتي شورا غړي د دغه بند پر جوړېدو خوښ دي او وايي، د دې پروژې په بشپړېدو سره به زرګونه جريبه شاړه ځمکه خړوبه او د خلکو اقتصادي ژوند به ښه شي.

قومي مشر ناصرخان وايي، د «پلتو» بند په بشپړېدو سره به په کرنیزه برخه کې کروندګر او د سيمې خلک په کور دننه د غلې دانې له اړخه پر ځان بسيا شي.

د پکتيکا د ولايتي شورا وکيل بابري وايي، پکتیکا یو کرنیز ولایت دی چې اویا سلنه اوسېدونکي یې پر کرنې بوخت دي. د نوموړي په وینا، د «پلتو» بند په جوړېدو سره به د دغه ولایت شاړې دښتې خړوبې شي او خلک به یې له حاصلاتو ګټه واخلي.

د پکتيکا د پلتو بند ترڅنګ، د ګوملې، زامې، پارک او مارزکې هغه څلور نور بندونه دي چې خلک يې د جوړېدو غوښتنه کوي.

د پکتیکا د اوسېدونکو په خبره، د یادو بندونو په جوړېدو سره به نه يوازې د کرنې په برخه کې د خلکو ژوند ښه شي، بلکې د برښنا په تولیدي برخه کې هم خلکو ته ډېرې اسانتياوې برابرې شي.

 

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام