Asset 1SWN

پکتیکا کې د جلغوزیو پلور لپاره د بازار نشتون له امله د سوداګرو شکایت

1 1

پکتیکا کې د جلغوزیو سوداګر وایي، که څه هم د تېرو کلونو په پرتله یې سږکال د جلغوزیو حاصلات دوه برابره کم شوي، خو په وینا یې، د حاصلاتو د پلور لپاره په کور دننه او بهر مناسب بازار نه‌لري.

د جلغوزیو یو‌شمېر سوداګرو سلام‌وطندار ته وویل، د تېر کال جلغوزي لاهم ورسره ګدامونو کې زېرمه دي چې د وزن کمېدو سربېره مخ پر خرابېدو دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

سوداګرو زیاته کړه چې له تېر یونیم کال راهیسې هغه هېوادونه چې ورته جلغوزي صادروي، ویزې نه‌ورکوي او دغه ولایت کې د جلغوزيو د ساتنې لپاره مناسب ځایونه نشته.

د جلغوزیو سوداګر غیرت بهیج وویل: «که بازار وای، سلګونه بوجۍ د تېر کال جلغوزي به له هېچا سره نه‌وای پاتې. اوس هم مارکېټ کې شته، تاسو اوس هم د ارګون مارکېټ ته راتلی شئ. خلکو کورونو کې ساتلي مناسبې خونې او فابریکې نشته. بله دا چې د لېږد لپاره یې هېڅ امکانات نشته. که صادرې دی، د تېرکال مالونه نه پاتې کېده، تراوسه د تېر کال مال پاتې دی. سږکال خو بیخي سودا په ټپه ولاړه ده.»

په ورته مهاله د پکتیکا چارواکي وایي، د دغې ستونزې د حل لپاره یې هڅې پیل کړي.

د پکتیکا والي عبدالله مختار سلام‌وطندار ته ویلي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت ډاډ ورکری چې جلغوزيو ته به نړیوال بازار پیدا کوي او د چین ترڅنګ به د نورو ګاونډیو هېوادونو بازارنو کې هم زمینه برابره کړي چې سوداګر په‌کې خپلې جلغوزې وپلوري.

نوموړي وویل: «هغه جلغوزي چې چین ته د صادرولو په معیار برابر وي، هغه به موږ هلته صادرو او کوم نور په هغه معیار نه وي، برابر هغو ته لاره جوړو چې ګاونډیو هېوادونو ته یې صادر کړو.»

پکتیکا کې د جلغوزیو سوداګر نیوکه کوي چې اسلامي امارت د ګوتو په شمار یوڅو کسانو لپاره بهرنیو هېوادونو ته د جلغوزیو د صادرولو زمینه برابره کړې، خو دغه سوداګر نه‌شي کولی د هېواد ټولې جلغوزې بهر ته ولېږدوي.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

د سوداګرو په خبره، څو مودې وړاندې پکتیکا کې یوه کیلو جلغوزې په ۱۵۰۰ افغانۍ پلورل کېدې، خو اوس یې بیه ۱۲۰۰ افغانیو ته راټيټه شوې ده.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام