خوست کې د جلغوزیو سوداګر وایي، د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته بهر ته د جلغوزیو صادرات بند شوي چې له امله یې ګدامونو کې جلغوزي خراب او سوداګرو ته یې میلیونونه افغانۍ زیان رسولی دی.

د سوداګرو په وینا، خوست کې له سوداګرو سره په ګدامونو کې شاوخوا ۳زره بوجۍ جلغوزي پراته دي چې هرو شلو بوجیو کې یې دوه بوجۍ خرابې شوي او د خرڅلاو نه‌‌دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه سوداګر همداراز وايي، که اسلامي امارت له نورو هېوادونو سره د جلغوزیو د پلور په موخه تړونونه ونه‌کړي پاتې جلغوزي به یې هم خراب او سوداګرو ته به درانه مالي زیان واړوي.

د دوی په وینا، پکتیا او خوست کې د جلغوزو د ساتنې لپاره یوازې یوه سړه خونه ده چې بسنه نه‌کوي. یادو سوداګرو زیاته کړه، د معیاري سړو خونو نه‌شتون له امله سوداګر خپل مالونه د غرونو سړو سیمو ته وړي چې له خرابېدو یې مخنیوی وکړي.

په ورته مهال د خوست ولایتي چارواکي وایي، اسلامي امارت څه موده وړاندې چین سره د درېوو میاشتو لپاره د جلغوزیو د اخیستو قرار داد کړی و، خو سوداګرو ځکه په ټاکلې موده کې خپل مالونه چین ته ونه لېږدول چې زیاته ګټه وکړي.

د خوست د اطلاعاتو او کلتور رییس بشیر احمد عثماني: «د دوی لپاره یې تجارت لاره هم خلاصه کړې وه. دوی لپاره یې قرارداد هم کړی و او هدایت هم ورته شوی و. خو دې خلکو په دې نیت چې له دې نه به وروسته جلغوزي قیمته شي، خپل جلغوزي زخیره کړل، لکه احتکار چې کوي همدا وجه وه. د دوی مالونه دیر خراب شوي، دا چې څومره اندازه خراب شوي، زه پوره نه یم خبر، خو د ټولو هم نه دي خراب شوي، د ځینو خراب شوي دي.»

د هغه په وینا، د سوداګرۍ او صنعت وزارت بیا هم هڅه کوي چې بهرنیو هیوادونو سره د جلغوزو اخیستو قرارداد وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

جلغوزي د سوېل ختیځ زون پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو تر ټولو مهمو حاصلاتو څخه شمېرل کېږي، خو د دې ولایتونو اوسېدونکي وایي، تېرو څو کلونو کې ورته ډېر لږ پام شوی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام