یوشمېر سوداګر د بانکي محدودیتونو له دوام څخه شکایت کوي او وايي چې له امله یې هېواد څخه بهر د پیسو لېږد په برخه کې له ستونزو سره مخ شوي دي.
دغو سوداګرو سلاموطندار ته ویلي، سره له دې چې شخصي حسابونو څخه د پیسو ترلاسه کولو کې محدودیتونه لرې کړل شوي، خو سوداګریزو حسابونو څخه د پیسو ترلاسه کولو کې محدودیت اوس هم پر خپل ځای پاتې دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
یو سوداګرو عبدالجلیل احدي وايي، هېواد کې د سیاسي نظام بدلېدو، د افغانستان د شتمنیو کنګلېدو او د بانکي سېسټم بدلون سره هممهاله، په ټاکلي وخت کې د نغدو پیسو په ترلاسه کولو او لېږد کې، د سوداګرو لپاره ډېرې ستونزې رامنځته کړي دي.
د احدي په وینا، له هېواد څخه بهر د پیسو لېږد بهیر او په همدې ډول د پیسو ترلاسه کول یې د حوالې له لارې کېږي، خو دغه بهیر د دوی لپاره ډېر لګښت لري.
په همدې حال کې سوداګر زیاتوي چې پر بانکي سېسټم لګول شويو محدودیتونو سوداګریزو راکړو ورکړو ته زیان رسولی دی.
بلخوا اقتصادي شنونکی تیمورشاه سادات بیا وايي چې د افغانستان د شتمنیو کنګلېدو او لګېدلو پالیسیو د هېواد بانکي سېسټم کمزوری کړی او له یوه ننګونکي وضعیت سره یې مخ کړی دی.
وموغوښتل چې د سوداګرو ستونزو په اړه د افغانستان بانک نظر هم له ځان سره ولرو، خو د دغې ادارې ویاند صابر مومند له ژمنې سره سره د سلاموطندار اړیکې ته ځواب ور نهکړ.
دا په داسې مهال ده چې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړې استازې ډیبورا لاینز د اسلامي امارت بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي سره لیدنه کې ویلي، یوناما او امریکا د افغانستان د بانکي سېسټم د کمزوري کولو غوښتونکي نهدي.