نږدې نهه میاشتې کېږي چې اسلامي امارت واک ترلاسه کړی، خو لا هم د نورو برخو ترڅنګ په اقتصادي او سوداګریزو برخه کې رامنځته شوې ستونزې پر خپل ځای پاتې دي.
په دې موده کې د بانکي سېسټم چارې ټکنۍ شوي او له ژمنو سره سره یې فعالیتونه بېرته عادي حالت ته نه دي راګرځېدلي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
افغان سوداګر شکایت کوي چې د پیسو د لېږد په برخه کې له ستونزو سره مخ دي او د خپلې سوداګریزې راکړې ورکړې لپاره اړ دي چې پیسې د صرافیو له لارې په لوړ لګښت له هېواده بهر ولېږدوي.
افغانستان کې د اوسپنې ویلي کولو فابریکو د ټولنې اجراییه رییس عبدالنصیر رشتیا، سلاموطندار ته ویلي، ترهغې چې له نړۍ سره رامنځته شوې ستونزې حل نهشي، هېواد کې به د پانګونې په برخه کې ستونزې پر خپل ځای پاتې وي.
د نوموړي په وینا، پخوا به د بانک له لارې د پیسو لېږد ارزانه و، خو اوس د پیسو لېږد هم ستونزمن شوی او هم یې لګښت ډېر دی. د سوداګرۍ او صنایعو خونې غړی خانجان الکوزی هم تاییدوي چې هېواد کې روان سیاسي وضعیت پانګونه زیانمنه کړې ده.
په همدې حال کې بیا د افغانستان بانک مسوولان وایی، د مشرتابه هیت د پرېکړې پربنسټ، په بانکي سېسټم کې رامنځته شوې ستونزې حل شوي او د سوداګرو د پیسو لېږد په عادي توګه روان دی.
د افغانستان بانک ویاند صابر مومند سلاموطندار ته وویل چې د افغانستان بانک ټولو خصوصي بانکونو ته لارښوونه کړې چې د سوداګرو له لوري غوښتل شوې پیسې دې د بانک له لارې ولېږدوي او دغه چاره له ستونزې پرته په عادي توګه جریان لري.
افغانستان یو واردونکی هېواد دی او تر ډېره خپل د اړتیا وړ توکي له نورو هېوادونو راواردوي او د دې چارې د مخې ته وړلو لپاره اړتیا ده چې سوداګر خپله راکړه ورکړه د بانکي سېسټم له لارې وکړي.