د امریکا متحده ایالتونو د مالیې وزارت ویلي چې نړیوال بانکونه کولی شي د بشردوستانه موخو لپاره افغانستان ته نغدې پیسې ورکړي.

رویټرز خبري اژانس رپوټ ورکړی چې د امریکا مالیې وزارت مرسته‌رسوونکو موسسو ته هم اجازه ورکړې چې پر اسلامي امارت د متحده ایالتونو د بندیزونو له وېرې پرته، دولتي ادارو کې د ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو حقوق ورکړي.

رویټرز اژانس زیاته کړې چې دغه وزارت د تیر کال سپټمبر او ډیسمبر میاشتو کې له افغانستان سره د بشري مرستو په هدف له بندیزونو څخه استثناعات وړاندې کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ 

د امریکا د مالیې وزارت د تېر کال سپټمبر او ډیسمبر میاشتو کې یو جوازلیک وړاندې کړی وو چې پراساس یې د بشردوستانه مرستو برابرولو، د امریکا د بندیزونو له نوملړ څخه معافیت حاصل کړ.

د رویټرز د رپوټ له مخې، نړیوال بانکونه د افغانستان پر وړاندې محتاطه دي او مرسته‌رسوونکي بنسټونه هڅه کوي چې دغه هېواد کې د مرسته رسوونکو چارو مالي تامین لپاره کافي پیسې واردې کړي.

دا داسې مهال دی چې ملګروملتونو خبرداری ورکړی چې د افغانستان شاوخوا ۳۹ میلیون نفوس څخه ۵۰ سلنه یې له سختې لوږې ځوریږي.

د ملګروملتونو سرمنشي انتونیوګوترش ویلي، افغانستان روغتیايي، ښوونیزو او ټولنیزو خدماتو ته د نه‌لاسرسي په دلیل، په «یوه نازک تار ځوړوند» او د پاشلتیا په حال کې دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

 د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته، د افغانستان نژدې ۱۰ میلیارد ډالره شتمني د امریکا له خوا کنګل شوه او د نورو هېوادونو مالي مرستې هم وځنډېدې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام