د ژمي په پیل او هېواد کې د بې‌وزلۍ او لوږې پراختیا سره هم‌مهاله، د بامیانو یو‌شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د خیریه موسسو د مرستو پر ناانډول وېش نیوکه کوي او په دغه بهیر کې له شته فساد څخه شکایت لري.

د بامیانو اوسېدونکی حسین سلام‌وطندار ته وايي چې په دغه ولایت کې د مرستو وېشلو بهیر کې انډول په پام کې نه نیول کېږي. د هغه په وینا، اړمنو کورنیو ته مرستې نه رسېږي او مسوولان تر ډېره خپلو خپلوانو ته مرستې وېشي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته د بامیانو د پنجاب ولسوالي اوسېدونکی نجیب هم وايي، د وزګارتیا او بې‌وزلۍ له امله هره ورځ زرګونه نارینه او ښځې مرسته‌‌کونکو بنسټونو ته مراجعه کوي، خو بېرته ترې تش لاسونه ستنېږي. هغه وویل چې یوشمېر مرستندویه بنسټونه مشخصو کسانو ته مرستې وېشي چې د نوموړي په وینا، دا کار عادلانه نه دی.

د بامیانو د مرکز اوسېدونکې بختاور او معصومه وايي، خیریه موسسې او ځايي چارواکي باید د مرستو وېش بهیر کې بیاکتنه وکړي، څو مرستې په رڼه توګه اړمنو کسانو باندې ووېشل شي او عدالت ټینګ شي.

د هغوی په وینا، که د مرستو وېشل د قومیت او واسطې پر بنسټ دوام پیدا کړي، بامیانو کې به سلګونه بې‌وزله کورنۍ د لوږې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړي. د دغو دوو مېرمنو په وینا، مرستندویه موسسو او اړوند ادارو څخه د مرستو ترلاسه کولو پرمهال، د اسلامي امارت ځواکونو له لوري ورته سپکاوی کېږي او حتا وهل ټکول کېږي.

بامیانو کې د اسلامي امارت د استخباراتو مشر مولوي مهدي هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د یوشمېر ملي او نړیوالو موسسو د کارکونکو چلن دوه ګونی او ناسم بولي او له موسسو غواړي چې دغه کسان له خپل تشکیل څخه بهر کړي.

د بامیانو د اطلاعات او فرهنګ رییس سیف‌الرحمان محمدي هم د دغه ولایت د اوسېدونکو اندېښنې پر ځای بولي او وايي چې په لومړنیو کې د بې‌نظمۍ ستونزې وې او هرې مرستندویه موسسې او بنسټ په خپل سر مرستې وېشلې، خو اوس دوی د مرستو له وېش څخه څارنه کوي او هڅه کوي چې مرستې اړمنو کسانو ته ورسېږي.

د بامیانو د اطلاعات او فرهنګ رییس زیاتوي چې د مرستو د وېش پروګرامونو د امنیت تامینولو او د خلکو ګڼې ګوڼې پرمهال، د بامیانو ځینې اوسېدونکي د اسلامي امارت د ځواکونو له بد چلن سره مخ شوي چې هغه مهال د اسلامي امارت ځواکونه دغسې یوه کار ته مجبوره شوي وو.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د کډوالو نړیوال سازمان «تیکا» د بیات بنیاد او د خوړو نړیوال سازمان «WFP» دغه ولایت کې یو شمېر بېوزله کورنیو ته خوراکي توکي، د ژمي جامې او د سوند توکي وېشلي، خو خلک وايي، دغه مرستې ورته بسنه نه کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام