
د سوداګرو د پیسو پر لېږد او اخیستلو برخه کې محدودیتونه پر خپل ځای پاتي
یوشمېر سوداګر د بانکي محدودیتونو له دوام څخه شکایت کوي او وايي چې د بانکي محدودیتونو له امله هېواد څخه بهر د پیسو لېږد په برخه کې له ستونزو سره مخ کړي دي.

یوشمېر سوداګر د بانکي محدودیتونو له دوام څخه شکایت کوي او وايي چې د بانکي محدودیتونو له امله هېواد څخه بهر د پیسو لېږد په برخه کې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د سلام افغانستان راډیويي موسسې «سلاموطندار راډیو» په نوښت نن کابل کې د ولایتي راډیوګانو د مسوولانو سربېره د اسلامي امارت د یوشمېر چارواکو په شتون کې د «ولایتي راډیوګانو د فرصتونو او ننګونو د ارزونې» تر سرلیک لاندې غونډه جوړه کړې وه. په دغه غونډه کې د محلي راډیوګانو پر ستونزو او ننګونو خبرې وشوې.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له هغه پرېکړې هرکلی کوي چې پر بنسټ به یې د دغه هېواد د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه د طالبانو نوم ووېستل شي.

هره ورځ د غور او د یاد ولایت له ګاونډیو ولایتونو څخه ګڼشمېر کسان د خپلو حقوقي او جنایي قضیو د هواري لپاره د دغه ولایت محکمو ته مراجعه کوي. دوی وایي چې د ګڼې ګوڼې له امله، ډېر کله خلک اړ کېږي چې خپل نوبت ته اوونۍ-اوونۍ په تمه شي.

پاکستاني رسنیو پرون رپوټ ورکړ چې د ایاېسای مشر فیض حمید د طالبانو په غوښتنه کابل ته تللی او ټاکل شوې طالب چارواکو سره وګوري. سیاسي کارپوهان کابل ته د فیض حمید د راتلو لامل د طالب مشرانو ترمنځ د اختلافاتو زیاتېدل بولي او وايي، د دغو ننګونو ژوروالی لامل شوی چې پاکستان یې د حل لپاره ګام پورته کړي.