د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له هغه پرېکړې هرکلی کوي چې پر بنسټ به یې د دغه هېواد د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه د طالبانو نوم ووېستل شي.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي دغه موضوع بېګاه شپه په خپل ټویټر‌پانه خپره کړې ده. هغه ویلي، د جګړې پای ته رسېدو سره د نړۍ هېوادونه باید  د افغانستان په اړه په خپلو دریځونو کې بدلون راولي او خپلې اړیکې ښې کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

بلخي ټينګار کړی چې اسلامي امارت غواړي له نړۍ سره ښې او دوه اړخیزې اړیکې ولري.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین څو ورځې وړاندې ویلي و چې دغه هېواد غواړي په نږدې راتلونکي کې د «ترهګرو ډلو» له نوملړ څخه د طالبانو نوم وباسي. روسیې په ۲۰۰۳ کال طالبان یوه ترهګره ډله  منلې وه. خو وړاندې له دې چې طالبان پر افغانستان ولکه خپله کړي، دغه هېواد د طالب استازیو په ګډون د سولې په اړه د دوو ناستو کوربه وو.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

پوتین دغه څرګندونې د افغانستان په اړه د مسکو له ناستې یوه ورځ وروسته کړې وې. هغه ټينګار کړی چې د افغانستان ملیارډونه ډالره شتمني دې ازاده شي، څو د دغه هېواد اوسېدونکي وکولای شي چې خپلې اقتصادي او ټولنیزې ستونزې پرې هوارې کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام