د سلام‌ افغانستان راډیويي موسسې «سلام‌وطندار راډیو» په نوښت نن کابل کې د ولایتي راډیوګانو د مسوولانو سربېره د اسلامي امارت د یوشمېر چارواکو په شتون کې د «ولایتي راډیوګانو د فرصتونو او ننګونو د ارزونې» تر سرلیک لاندې غونډه جوړه کړې وه.

د محلي راډیوګانو مسوولانو چې پرون یې د سلام افغانستان راډیويي موسسې په مرکزي دفتر کې د ننګونو د ارزونې په ورکشاپ کې ټولې شته ستونزې ارزولې وې، نن یې په دغه غونډه کې د اسلامي امارت د مسوولانو په شتون کې وړاندې کړې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

 د محلي راډیوګانو مسوولانو تخنیکي ستونزې، د تخنیکي تجهیزاتو له کاره لوېدل، اقتصادي ننګونې او د رسنیو د عوایدو کمښت، د برښنا کمښت یا نه‌شتون، د مالي او یا هم د بشري ځواک د کډ‌والۍ له امله د مسلکي کارکوونکو کمښت، هغه ننګونې یادې کړې چې د محلي راډیوګانو مسوولان ورسره مخ دي.

دوی د سلام‌ افغانستان موسسې له مسوولانو غوښتنه وکړه چې د دغو ننګونو د حل لپاره  کوټلي ګامونه پورته کړي او د اسلامي امارت له چارواکو سره یې هم شریکې کړي.

د محلي راډیوګانو مسوولان له اسلامي امارت څخه غواړي چې د ټولنیزو رسنیو قانون چې پربنسټ یې رسنۍ فعالیت کوي، مشخص او بېلابېلو برخو کې د رسنیو ستونزو ته د لاسرسي لپاره، له رسنیو او حکومتي مسوولانو ګډ کمېسیون رامنځ ته کړي.

خوست کې د یوې محلي راډیو مسوول زاهدشاه انګار وايي: «د ولایتي رسنیو مسوولانو دوه درې استازي او د ولایتي مسوولانو، لکه امنیه قوماندان، څارنوالي، ملي امنیت او نور اړوند مقام یوه ګډه کمېټه جوړه شي چې کله کومه ستونزه پېښېږي او حکومت رسنیو سره کوم خبره لري او یا کوم امنیتي مشکل پېښېږي، حل شي.»

جوزجان کې د محلي راډیو مسوول رسول سرداش وايي: «د افغانستان محلي رسنۍ له ګڼو ستونزو سره مخ دي، له هغې ډلې اقتصادي ستونزې چې ډېری رسنیو خپلې مالي ملاتړ کوونکي له لاسه ورکړي. له اسلامي امارت څخه غواړو چې دغه محدودیتونه لري کړي او رسنیو ته د ازاد فعالیت اجازه ورکړي.»

له دې ټولو سره- سره د اسلامي امارت د رییس الوزرا د دفتر د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس جمال ناصر فرهمند په دې غونډه کې له محلي رسنیو سره د سلام‌وطندار موسسې له همکاریو په مننې، د ولایتي رسنیو د شته ستونزو په لرې‌کولو کې د سلام‌وطندار رول ارزښتناک وباله.

نوموړي وویل: «د دغو ستونزو په لرې کولو کې د سلام‌ افغانستان او نورو ملاتړ بنسټونو رول ارزښتناکه دی. یوه محلي راډیو نه‌شي کولای دغه محدودیتونه له خپلې لارې لرې کړي.»

بل لور ته د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو اړیکو ریاست د ارتباطاتو مسوول عبدالواحد د رسنیو د امنیت تامین څخه ډاډ ورکړ او له رسنیو یې وغوښتل چې د ملت حقونو د تامین او نړیوالې ټولنې ته یې د رسولو په برخه کې هڅې وکړي.

هغه وویل: «امارت اسلامي تاسو ته ډاډ درکوي، ستاسو امنیت څخه ډاډ درکوي، خو لیکن تاسو ته دا وایي چې د دې ملت حقه حقوق دنیا ته ورسوئ، نړیوالو ته یې ورسوئ او له منفي کړنو څخه تېر شئ.»

د سلام‌وطندار رسنیزې موسسې مرستیال نور‌محمد هاشمي په دې غونډه کې د ولایتي راډیو‌ګانو مسوولانو ته ډاډ ورکړ چې په اقتصادي، ظرفیت جوړونې او د فني ستونزو د حل په برخه کې له دوی ملاتړ کوي او  ستونزو ته یې د هر څه ژر رسېدنې په موخه، د دوی ستونزې د اسلامي امارت له چارواکو سره شریکوي.

د ولایتي راډیوګانو د فرصتونو او ننګونو ارزونې غونډې نوښتګرو او ګډونوالو د یوه پرېکړه‌لیک په صادرولو سره له اسلامي امارت څخه وغوښتل چې اطلاعاتو ته د لاسرسي، په رسنیو کې د ښځینه کارکوونکو د فعالیت لپاره د زمینې برابرولو، د اسلامي امارت د ځاي چارواکو له لوري پر یو‌شمېر محلي رسنیو د غیرقانوني محدودیتونو لرې‌کولو او د رسنیو لپاره د مالیې ورکړې او د جوازونو د تمدید لپاره د موکې برابرولو په برخه کې پاملرنه وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دوی د اسلامي امارت له چارواکو دا هم وغوښتل چې د سلام‌وطندار په چارو کې د استفاده کوونکو او مداخله کوونکو کسانو مخنیوی وکړي او اجازه ور نه‌کړي چې د دې موسسې اړوند د ۷۰۰ کارکوونکو او ولایتي همکارانو برخلیک او د څه باندې ۷۰۰ کورنیو ژوند له ستونزو سره مخ کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام