Asset 1SWN

د خبریال ملي ورځ؛ افغان خبریالان له وزګارتیا او اروايي ستونزو شکایت کوي

نن د کب میاشتې ۲۷مه په افغانستان کې د خبریال ملي ورځې سره برابره ده. یوشمېر هغه خبریالان چې هېواد کې د ا.ا له واکمنېدو وروسته یې دندې له لاسه ورکړي، شکایت کوي چې له سختو اروايي او اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

مریم اکبري اته میاشتې مخکې خپله دنده له لاسه ورکړه. هغه وايي، په دې موده کې یې ډېره هڅه کړې چې دنده ومومي، خو په خبره یې، پر رسنیو د ځینو محدودیتونو لګېدو له کبله یې غوښتنلیکونه رد شوي دي.

مریم چې اوس په یوه کرایي کور کې اوسېږي، سلام‌وطندار ته ویلي، په سختۍ یې دنده موندلې وه، خو له لاسه یې ورکړه او اوس د وزګارتیا او اقتصادي ستونزو له کبله پر اروايي ناروغي اخته شوې ده.

یوه بله افغانه خبریاله فریبا عباسي هم واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته وزګاره شوې ده. هغه وايي، د کور لګښتونه یې پر غاړه دي، خو اوس پر کور ناسته ده او له سختو اروايي او اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان ده.

فریبا شاوخوا درې کاله له یوې خصوصي راډیو سره د ټولنیزو خپرونو د ویاندې په توګه کار کړی، خو د ا.ا په راتګ سره یې رسنۍ تړل شوې او دا هم پر کور ناسته ده. نوموړې وايي، پر رسنۍ به یې ورځ تر بلې محدودیتونه ډېرېدل او همدا لامل و چې خپل فعالیت یې پريښود.

یو بل افغان خبریال امان کاظمي بیا وايي، څلور میاشتې مخکې یې دنده له لاسه ورکړې او اوس یې په رسنیو کې د کار کولو انګېزه هم کمه شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه وايي، که څه هم رسنیو کې د کار پر مهال له ګواښونو او محدودیتونو سره مخ و، خو بیا یې هم خپل کار ته دوام ورکاوه. نوموړی زیاتوي چې اوس وزګار دی او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنه یا نی وايي، افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې یې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالی ۲۸۶ پېښې ثبت کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام