په جوزجان کې د یوه خصوصي شرکت مسوولان وايي چې کونځل «کُنجد» له پېرلو وروسته وینځي او له هېواد څخه بهر یې د لېږد لپاره بسته‌بندي کوي.

 د دغه شرکت د مسوولانو په وینا، یاد شرکت په پرمخللو ماشین‌الاتو سمبال دی او د شاوخوا ۳۰ کارکوونکو پرمټ په څلورویشت ساعتونو کې ۷۲۰۰ کیلو ګرامه د کونځلو«کُنجدو» د وینځلو او بسته‌بندۍ ظرفیت لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په جوزجان کې د «حاجي سفر مراد لمټیډ» شرکت مدیر ذکر‌الله وايي چې د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو له کروندګرو څخه کونځل پېري او له وینځلو او پاکولو وروسته یې بسته‌بندي کوي.

د نوموړي په وینا، دغه شرکت په ورځنۍ کچه ۷۲۰۰ کیلو ګرامه کونځل بسته‌بندي کوي چې چاره یې ۳۰ کارکوونکي پرمخ وړي. نوموړی زیاتوي چې کونځل له پاکولو او بسته‌بندۍ وروسته  ترکیې هېواد ته لېږدوي.

د دې ترڅنګ چې په جوزجان ولایت کې د کونځلو د پاکولو او بسته‌بندۍ په برخه کې دوه شرکتونه فعالیت کوي، د دغه ولایت یوشمېر اوسېدونکي په دودیز ډول د کونځلو غوړي تولیدوي.

د جوزجان ولایت اوسېدونکی محمد اسحاق وايي چې له تېرو ۴۰کلونو څخه د کونځلو د تولید لپاره له دودیزې یا پخوانۍ لارو چارو کار اخلي او په یوه شپه او ورځ کې د دوو اوښانو په مرسته کولای شي، په سلګونه کیلو ګرامه د کونځلو غوړي تولید کړي.

د نوموړي په وینا، اوس د دغه ولایت په بازارونو کې د کونځلو د یوه کیلو ګرام بیه ۳۰۰ افغانۍ ده او هغه تولیدات چې دی یې لري، ډېری یې له هېواده بهر صادرېږي.

په همدې حال کې د جوزجان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت رییس عبدالله انصار وايي چې په دغه ولایت کې د کونځلو د پاکولو او بسته‌بندۍ دوه شرکتونه فعالیت کوي. د هغه په خبره، کونځل له بسته‌بندۍ وروسته بهر ته صادرېږي.

انصار زیاتوي چې په دغه ولایت کې د دوو شرکتونو ترڅنګ د جوزجان اوسېدونکي هم په دودیز ډول د کونځلو غوړي تولیدوي چې د یاد ولایت د بازارونو ترڅنګ، بهرنیو هېوادو ته هم استول کېږي چې  نړۍ‌وال شهرت یې موندلی دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په جوزجان کې د کونځلو غوړیو یوشمېر تولیدونکي وايي چې د دغو غوړیو د تولید لپاره د اړتیا وړ کونځل له فاریاب، بلخ، سرپل او د یاد ولایت له ولسوالیو څخه پېري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام