د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې یا سیګار ویلي چې افغانستان کې د ښځو پر کار د بندیزونو لګول به د دغه هېواد اقتصاد ته یو میلیارد ډالر زیان ور واړوي.

سیګار د ملګرو‌ملتونو پراختیايي پروګرام د رپوټ پر بنسټ پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د ښځو پر کار بندیز د دې لامل هم شوی چې د افغانستان ناخالص تولید پنځه سلنه راټيټ شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې زیاته کړې، د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وړاندې ښځو د افغانستان د کاري ځواک ۲۰سلنه جوړوله چې د ښوونکو، روغتیايي کارکوونکو، خبریالانو، د رسنیو ویاندویانو، قاضیانو، څارنوالانو او وکیلانو په توګه یې دنده ترسره کوله.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره په بېلابېلو برخو کې د ښځو پر حضور او فعالیتونو بندیزونه لګول شوي دي.

په وروستیو شپږو میاشتو کې ښځو په دولتي ادارو کې د کار کولو حق ترلاسه نه‌کړ او له شپږم ټولګي پورته ښځینه زده‌کوونکو ته ښوونځي ته د تلو اجازه ورنه‌کړل شوه.

که څه هم یو‌شمېر نړیوالو بنسټونو او د ښځو حقونو فعالانو په بېلابېلو ټولنیزو او سیاسي برخو کې د افغان ښځو پر ونډې او ښوونځیو ته د دوی پر بیا ورګرځېدو ټينګار کړی، خو اسلامي امارت ویلي، دوی د اسلامي شریعت په چوکاټ کې په دې اړه پر یوې طرحې کار کوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بل‌خوا افغانستان کې د اقتصادي ناورین د خرابېدو په اړه د نړیوالو بنسټونو خبرداري زیات شوي دي. سیګار له دې وړاندې هم ویلي و چې د افغانستان اقتصاد په تېر میلادي کال کې د پاشلتیا له ګواښ سره مخ شوی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام