د افغانستان د موج تحول ګوند نن کابل کې د مارچ اتمه، د ښځو د یووالي نړیواله ورځ ونمانځله او له اسلامي امارت څخه یې غوښتنه وکړه چې ښځو ته د زده‌کړې او کار حق ورکړي.

د دې ګوند غړي وايي، له وروستیو تحولاتو وروسته د ښځو ستونزې زیاتې شوي او دوی خپل اساسي حقونه له لاسه ورکړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانستان د موج تحول ګوند غړې مېرمن ظریفه د ښځو له وضعیت څخه په اندېښنې سره وايي، د کار، زده کړو، تحصیل او په ازاده توګه د ګرځېدو راګرځېدو حق باید د تېرو ۲۰ کلونو په څېر ښځو ته ورکړل شي.

مېرمن ظریفه په دې اند ده چې په سیاسي نظام کې د ښځو ونډه د هېواد ناانډول وضعیت ته ښه‌والی ور په برخه کولای شي.

ورته مهال د افغانستان د موج تحول ګوند یوه بله غړې سویتا شېرزاد د ښځو لپاره د عدالت غوښتنې د یوه واحد کمیسیون د رامنځته کېدو غوښتنه کوي. هغه وايي، دا کمیسیون باید د ښځو له لوري رهبري شي.

د موج تحول ګوند د اسلامي مارت له لوري د ښځو ضد فکر په له منځه وړلو ټینګار وکړ. تر دې وړاندې هم د اسلامي امارت له لوري په ښځو د محدودیتونو لګول، له ملي او نړیوالو نیوکو سره مخ شوي وو.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

یو زیات شمېر نړیوالو بنسټونو خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د ثبات تامینو د ښځو له حضور پرته امکان نه لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام