Asset 1SWN

د افغانستان وتلې سندرغاړې افسانه نوابي مړه شوه

Afsaneh-1-243x165

د افغانستان وتلې سندرغاړې پیکر سلطان چې په افسانه نوابي پېژندل کېده، په المان کې مړه شوې ده.

د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر محمدطاهر زهیر نن په یوه پیغام کې د هغې مړینه یوه ضایعه بللې ده.

زهیر لیکلي چې افسانه نوابي د افغانستان موسیقۍ په برخه کې یوه ښځینه سندرغاړې ده چې د افغانستان راډیو ټلوېزیون په ارشیف کې یې سلګونه سندرې ثبت دي.

نوموړي لیکلي چې افسانې هنري کار په ښوونځي کې د مور او ښوونکي ورځو په مناسبت له ترانه ویلو پیل او په نامسلکي ډول یې د موسیقۍ نړۍ ته لاره وموندله. هغه وايي، افسانه په دې برخه کې ښه وځلېده او ډېرې بریاوې یې ترلاسه کړې.

پیکر سلطان په ۱۳۲۹ کال په کابل کې زېږېدلې وه. هغې په رابعه بلخي ښوونځي کې درس پیل او په ۱۴ کلنۍ یې سندرو ته مخه کړه.

له استادې مهوش سره د «اګر زن نمی‌بود عالم نمی‌بود» په نوم د افسانې جوړه‌يي سندره د هغې تر ټولو وتلې او مشهوره سندره ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام