Asset 1SWN

د کانونو او پټرولیم وزارت څلور ستر کانونه په قرارداد ورکړل

Excavator working at Mining site

د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولانو نن «پنج‌شنبه، مرغومې ۲۱مه» له یو‌شمېر خصوصي شرکتونو سره د څلور سترو کانونو د استخراج او پروسس قراردادونه لاسلیک کړل.

له دغو څلورو کانونو څخه یو یې د هرات د کرُخ ولسوالي «مسجد چوبي» سیمه کې د ۱.۶ کیلومتر مربع په مساحت سره د ډبرو سکرو کان دی چې تړون یې د ۳۰ کلونو لپاره حضرت بلال خالد شرکت سره لاسلیک شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ټاکل شوې قراردادي شرکت دغه کان کې څه باندې ۱۵۱ میلیونه افغانۍ پانګونه وکړي او حکومت به د دغه کان له هر ټُن څخه ۲۲۰۰ افغانۍ ګټه ترلاسه کړي او د سیمې خلکو ته به د پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت ټولنیز خدمات وړاندې شي.

د بغلان د دوشي ولسوالي «قره‌زغن» سیمه کې د ۵.۳۳ کیلومتر مربع په مساحت سره د سرو زرو کان د استخراج او پروسس چارې د مدثر اشنا او باختر یونین شرکتونو سره د ۳۰ کلونو لپاره لاسلیک شوی دی.

قراردادي شرکتونه به دغه کان کې شاوخوا ۱۲۴ میلیونه افغانۍ پانګونه وکړي او ۵۵سلنه ګټه به یې دولت ته ورسېږي.

د ۱۶.۸۱ کیلومترو په مساحت سره د هرات د پښتون‌زرغون ولسوالي د اوسپنې کان قرارداد هم د ۳۰ کلونو لپاره له «همګرایان غرب» شرکت سره لاسلیک شوی دی.

دغه شرکت به یاد کان کې د څه باندې ۱۴۰میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه کوي چې ۲۰سلنه ونډه یې د حکومت اړوند ده او د سیمې خلکو ته به د ۵ میلیونه افغانیو په ارزښت ټولنیز خدمات وړاندې شي.

د ۴.۷۱ کیلومتر مربع په مساحت سره د پروان ولایت د کوه‌صافي د کرومایتو کان قرارداد هم د پنځو کلونو لپاره علیم‌شاه بابا او جاوید نیازي شرکتونو سره لاسلیک شو.

قراردادي شرکتونه به دغه کان کې څه باندې ۱۸۰ میلیون افغانۍ پانګونه وکړي او له هر ټن محصول څخه به د حکومت ګټه ۱۱ زره او ۳۰۰ افغانۍ وي او د پلور ۳ سلنه به یې د سیمې خلکو ته د ټولنیزو خدماتو په وړاندې کولو ولګول شي.

د کانون او پترولیم وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور وویل، په ټوله کې به خصوصي شرکتونه په دغو څلورو کانونو کې څه باندې ۱۰ میلیارد او ۱۵۰ میلیون افغانۍ پانګونه وکړي.

په ورته وخت کې د یوشمېر خصوصي شرکتونو مسوولان وايي، کانونو په پانګونې سره به هېواد کې ګڼ شمېر کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

د یوه قراردادي شرکت استازي ولي‌محمد وویل: «موږ هڅه کوو چې خپلو خلکو ته د کار کولو لپاره زمینه برابره کړو او هڅه کوو چې په ښه اخلاص د کانونو استخراج او پروسس پرمخ بوځوو.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادونې ده چې د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولانو تر دې وړاندې ویلي وو، د روان لمریز کار پر مهال یې، د اووه میلیارډ ډالرو په ارزښت د ۵۳ کانونو د استخراج او پروسس قراردادونه له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره لاسلیک کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام