Asset 1SWN

لوګر کې د کانونو له درکه ۱۵۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي

6536825961_811a654bf3_o

د لوګر د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولان وایي چې د روان کال له پیل څخه تر دې مهاله یې ۱۵۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

 د لوګرد کانونو او پټرولیم رییس نقیب‌احمد فرقاني سلام‌وطندار ته ویلي چې چې دا مهال د ولایت په کچه د ۱۱ کانونو  کار دوام لري، درې کانونه تر اکتشاف لاندې دي او د یوشمېر نورو کانونو جیولوژیکي سروې هم روانه ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

فرقاني زیاته کړې چې د ۱۴۰۲ کال له پیله تر دې دمه له یادو کانونو څخه ۱۵۰ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه شوي دي.

هغه زیاته کړه چې په یادو کانونو کې لسګونه وزګارو کسانو ته د کارکولو زمینه برابره شوې.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

لوګر د افغانستان یو له کانیزو ولایتونو څخه ګڼل کېږي چې اوس یې د عینکو کان سربېره د کرومایټو ډبرو کانونو د دولت او شرکتونو پام ځانته اړولی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام