کابل پرون د یوولسو هېوادونو د استازیو په ګډون د سیمه‌يیزې غونډې کوربه و

کابل پرون ناوخته د یوې مهمې سیمه‌ييزې غونډې چې په څه باندې دوو کلونو کې یې مخینه نه لرله، کوربه‌توب وکړ. دا غونډه «د افغانستان سیمه‌ييزې همکارۍ نوښت» په نوم په بهرنیو چارو وزارت کې د دغه وزارت د سرپرست امیرخان متقي په وینا پیل شوه او نورې ویناوې له رسنیو پټې په‌کې وشوې.

ټرافیکي پېښو په لسو میاشتو کې څه باندې ۵۰۰۰ افغانانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

د ټرافیکو عمومي ریاست مسوولان وايي، د روان لمریز کال له پیل څخه تر اوسه په هېواد کې څه باندې درې‌زره ټرافیکي پېښې شوي چې په پایله کې یې تر ۱۵۰۰ ډېر کسان وژل شوي او تر ۴۰۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي. مسوولان پر لويو لارو د ټرافيکي څراغونو نشتوالى، د سړکونو خرابوالى او پر لويو لارو د ټرافيکو مامورانو نشتون د ټرافيکي پېښو اصلي لاملونه بولي.

یونیسف له جګړې د پاتې ماینونو د خطرونو په اړه څه باندې درې‌نیم میلیونه کسان روزي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف د سه‌شنبې په ورځ پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي چې په روان زېږدیز کال کې به له جګړې د پاتې ماینونو د خطرونو په اړه د ماشومانو په ګډون، د ۳،۶ میلیونه کسانو لپاره روزنیز پروګرامونه جوړ کړي.

د کانونو وزارت د ۶۰ زره ټنه تېلو د پلورلو قرارداد یوه افغاني شرکت ته ورکړ

د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولانو نن په یوه ناسته کې د امو سیند د تېلو حوزې څخه د ۶۰ زره ټنه را اېستل شویو تېلو د پلور قرارداد یوه افغاني شرکت ته ورکړ.
د دغه وزارت مسوولان وايي، دغه قرارداد د ۲۵،۵ میلیونه ډالرو دی او پر بنسټ یې ۶۰ زره ټنه تېل د پراسېس لپاره پلورلي دي.

افغانستان د روان کال په لسو میاشتو کې د ۱۲۲ میلیارډه افغانیو صادرات کړي

د سرپرست حکومت د مالیې وزارت د یک‌شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې افغانستان د روان کال له وري میاشتې تر جدې پورې د ۱۲۲ میلیارډه افغانیو سبزي، مېوې او پخته پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته صادر کړي دي.

عمران‌ خان او شاه‌محمود قریشي په لس کاله بند محکوم شول

د پاکستان یوې ځانګړې محکمې نن د دغه هېواد پخوانی لومړی وزیر عمران خان او د بهرنیو چارو پخوانی وزیر شاه‌محمود قریشي په لس کاله بند محکوم کړل. د عمران خان په مشري د پاکستان تحریک انصاف ګوند هم په لس کاله بند د ده محکومېدو خبر تایید کړی دی.