Asset 1SWN

ملي دفاع وزارت: افغانستان کې د پرمختیایي پروژو د امنیت ټینګښت ته تیار یوو

یییی

د ملي دفاع وزارت سرپرست محمد.یعقوب م.جاهد د چین، ایران او پاکستان له استازیو سره په لیدنه کې ویلي چې په افغانستان کې د هېوادونو د پرمختیايي پروژو د امنیت ټينګښت ته تیار دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ملي دفاع وزارت نن پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي چې م.جاهد د سرپرست حکومت له لوري د یادو هېوادونو استازیو ته د ډیورنډ فرضي کرښې په ګډون، پر نورو پولو د ثبات او امنیت ټینګښت، له هېوادونو سره د متقابل درناوي پر بنسټ د دوستانه اړیکو پیاوړتیا او اقتصادي همکاریو په اړه ډاډ ورکړی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

دغه وزارت زیاته کړې چې محمد.یعقوب م.جاهد د افغانستان په اړه د سیمه‌ييز نوښت غونډې له پای ته رسېدو وروسته د روسیې، هند، ترکیې، قزاقستان، اوزبکستان، اندونیزیا، قرغېزستان او ترکمنستان له سفیرانو او استازیو سره کتلي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام