Asset 1SWN

دفاع وزارت پاکستان ته: افغانستان بې څښتنه نه دی

images (1)

د افغانستان د دفاع وزارت د پاکستان د کورنیو چارو وزیر هغو څرګندونو ته تند غبرګون ښودلی چې ويلي يې و، د اړتيا پر مهال به افغانستان کې د ټي ټي پي پر پټنځايونو بريدونه کوي.

دفاع وزارت نن يکشنبه د مرغومې یوولسمه پر خپله ټوېټرپاڼه افغانستان کې د ټي ټي پي د شتون په اړه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله څرګندونې بې بنسټه او پارونکي بللي دي.

دې وزارت ليکلي: «سره له دې چې د پاکستاني طا لبانو د مرکزونو شواهد په ياد هېواد کې شتون لري، د پاکستاني چارواکو دا ډول ادعاوې د دواړو ګاونډیو او وروڼو هېوادونو ښې اړیکې زیانمنوي.»
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنالله له «اکسپرېس ټي وي» سره د یوې مرکې پر مهال ویلي، د نړیوالو قوانینو پر بنسټ پاکستان حق لري، افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي‌ پټن‌ځایونه په نښه کړي.

رانا ثنالله پرون شنبه د مرغومې لسمه له دغه ټلوېزیون سره په مرکه کې ټينګار کړی، که د افغانستان حکومت خپله خاوره کې د پاکستاني طا لبانو تحریک پټن‌ځایونه له‌منځه یو نه سي، پاکستان به یې په نښه کړي.

په ورته مهال دفاع وزارت دا هم ويلي چې افغانستان بې څښتنه نه دی او په وينا يې، د خپلې ځمکنۍ بشپړتيا او خپلواکۍ څخه به دفاع کوي.

دغه وزارت له پاکستان غوښتنه کړې چې هره ستونزه او اندېښنه دې د خبرو له لارې هواره او له منځه يوسي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام