د ملي دفاع وزارت وايي، یوه بلک‌هاک امریکايي چورلکه چې نظامیانو د تمرین لپاره الوځولې وه، د دغه وزارت اړوند نظامي پوهنتون په انګړ کې را لوېدلې ده.

دفاع وزارت وايي، په دې پېښه کې دوه پیلوټان او یو د چورلکې خدمه وژل شوی او پنځه نور کسان ټپیان شوي، خو د ټپیانو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

یاد وزارت پر ټویټر لیکلي، ځینو پیلوټانو ته په دې چورلکه کې ښوونه او روزنه ورکول کېده چې پر مهال یې را لوېدلې ده.

دفاع وزارت د چورلکې د را لوېدو لامل هم تخنیکي ستونزې یادې کړې دي.

دغه وزارت په دې اړه ډېر جزیات نه دي ورکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام